
ایکنانیوز د الجزیرې په حواله راپور راکړی، د ۲۰۲۶ کال د رمضان المبارک (۱۴۴۷ هـ ق) له رارسېدو سره، چې په شمالي نیمه کره کې د ژمي په پای او د پسرلي په پیل کې واقع کېږي، د روژې ساعته به د هغو کلونو په پرتله چې رمضان د اوړي له تودو ورځو سره هممهاله و، د پام وړ لنډې وي.
د روژې ساعتونه له یوه هېواده بل ته او آن د یوه هېواد له یوه ښاره بل ښار ته هم توپیر لري، چې دا د جغرافیایي موقعیت او عرض البلد پورې اړه لري. د ورځې اوږدوالی د شمال پر لور په تګ سره زیاتېږي او د استوا کرښې یا جنوبي نیمه کرې پر لور په تګ سره کمېږي.
د روژې تر ټولو اوږده او تر ټولو لنډ ساعتونه
په نړیواله کچه د روژې تر ټولو اوږده ساعتونه د ځمکې په لیرې شمال، په ځانګړي ډول هغو هېوادونو او سیمو کې ثبت شوې دي چې د شمالي قطب مدار ته نږدې دي.
په دغو سیمو کې ؛
ګرینلنډ (نوک)
ایسلنډ
د ناروې شمالي سیمې شاملې دي
په دغو سیمو کې د روژې ساعت ښائي له ۱۶ ساعتونو هم واوړي، چې دا کار په اسلامي فقې کې د اوږدو ورځو لرونکو سیمو لپاره د روژې د وخت د ټاکلو په اړه نوې پوښتنې راولاړوي.
ددې په اپوټه، د روژې تر ټولو لنډ ساعتونه په جنوبي نیمې کرې کې ثبت شوې دي، چیرې چې د کال په دې وخت کې د ورځې رڼا لنډه وي. په دغ، هېوادونو کې ؛
چیلي
ارجنټاین
نیوزیلنډ
سویلي افریقا شامل دي .
په دغو هېوادونو کې د روژې موده کابو له ۱۱ تر ۱۲ ساعتونو پورې ده.
په عربي هېوادونو کې د روژې ساعتونه هم په دې ډول دي؛
په عربي نړۍ کې د روژې تر ټولو لنډ ساعتونه په لاندې ښارونو پورې اړه لري:
موروني (کومور): شاوخوا ۱۲ ساعته او ۴۵ دقیقې
موګادیشو (سومالیا): شاوخوا ۱۲ ساعته او ۵۵ دقیقې
جیبوټي ؛کابو ۱۳ ساعته او ۵ دقیقې
په عربي نړۍ کې د روژې تر ټولو اوږده ساعتونه
د شمالي افریقا د هېوادونو پلازمېنې په عربي نړۍ کې د روژې تر ټولو اوږده ساعتونه ثبتوي
الجزایر: کابو ۱۳ ساعته او ۵۰ دقیقې
تیونس: شاوخوا ۱۳ ساعته او ۵۲ دقیقې
رباط: کابو ۱۳ ساعته او ۵۵ دقیقې
له عربي نړۍ بهر اسلامي پلازمېنې
د روژې تر ټولو اوږده ساعتونه:
آستانه (قزاقستان): شاوخوا ۱۵ ساعته او ۳۰ دقیقې
سارایوو (بوسنیا او هرزګوینیا): شاوخوا ۱۴ ساعته او ۵۰ دقیقې
انقره (ترکیه): کابو ۱۴ ساعته او ۴۰ دقیقې
د روژې متوسط ساعتونه؛
اسلامآباد (پاکستان): کابو ۱۴ ساعته او ۵ دقیقې
تهران (ایران): کابو ۱۴ ساعته او ۲۰ دقیقې
ډاکه (بنګلهدېش): کابو ۱۳ ساعته او ۴۵ دقیقې
په اسلامي هېوادونو کې د روژې تر ټولو لنډ ساعتونه
هغه ښارونه چې د استوا کرښې ته نږدې دي، عموماً د کال په اوږدو کې د روژې نسبتاً ثابت ساعت لري:
جاکارتا (انډونیشیا): کابو ۱۳ ساعته او ۵ دقیق
کوالالامپور (ملایشیا):کابو ۱۳ ساعته او ۱۰ دقیقې
کامپالا (یوګانډا): شاوخوا ۱۳ ساعته
نایروبي (کینیا): شاوخوا ۱۳ ساعته
https://iqna.ir/fa/news/4335192