
ایکنانیوز،د «صدی البلد» په حواله راپور راکړ،د مصر د اوقافو وزارت د ۱۴۴۷هجري قمري۲۰۲۶ میلادي کال په رمضان المبارک میاشت کې په بېلابېلو براعظمونو کې ۲۲ هېوادونو ته د لمانځه د اقامې او دیني مراسمو د ترسره کولو لپاره د بهرنیو مأموریتونو ۹۰ حکمونه صادر کړي دي.
په دغو حکمونو کې د ۴۸ امامانو او ۴۲ د قرآن کریم د قاریانو استول شامل دي، څو په رمضاني مراسمو کې ګډون وکړي، دیني درسونه او ویناوې وړاندې کړي او داسې پروګرامونه ترسره کړي چې د اسلام په اړه ناسم تصورات اصلاح کړي. دا چاره د اسلام په خدمت او د اعتدالپالې تګلارې په خپرولو کې د مصر مهم رول څرګندوي.
دغه نوښت د مصر د اوقافو وزارت د تبلیغي او نړیوال مأموریت په چوکاټ کې او د دې وزارت د هغو هڅو په لړ کې عملي کېږي چې غواړي له هېواده بهر د مسلمانانو ټولنو اړتیاوې پوره کړي، دیني او کلتوري اړیکې پیاوړې کړي، د اسلام د زغمپال انځور ټینګښت کې مرسته وکړي او په نړیواله کچه د مصر دیني دریځ پیاوړی کړي.
د مصر د اوقافو وزارت هر کال د رمضان په ورځو کې مصري قاریان او مبلغین بېلابېلو هېوادونو ته استوي څو هلته د قرآن کریم تلاوت او تبلیغي پروګرامونه ترسره کړي، او د نړۍ په بېلابېلو رمضاني محفلونو کې د مصري قاریانو تلاوت له تود هرکلي سره مخ کېږي.
https://iqna.ir/fa/news/4334945