IQNA

د مسلمانانو پر ضد د نوي ائتلاف د جوړېدو په اړه د نتانیاهو د اعلان تر شا حقیقت

6:45 - February 25, 2026
د خبر لمبر: 3492509
ایکنا- نتن یاهو د صهیونیسټي رژيم د کلی سیاست په چوکاټ کې په سیمې کې د شیعه او سني چورلیزونو ترمینځ د سیمې په ویشلو پسې دی او هدف ئې له اسلامی او عربی نړئ سره د اړیکو د عادی کولو د بهیر له ماتې وروسته د نوي ائيتلافونو جوړول دي.

د ایکنا د راپور له مخې چې د العربی ټیلوېژن له قوله خپور شوی،د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر، بنیامین نتانیاهو پرون اعلان وکړ چې په سیمې کې د یوه نوي ائتلاف د جوړولو هڅه کوي؛ داسې ائتلاف چې د هغه په وینا به د «شیعه چورلیز  او  د رامنځته کېدونکي سني چورلیز به د یوه بل په وړاندې  ودریږي.

نتانیاهو څرګنده کړه چې دا نوی  چورلیز د هند او یو شمېر عربي، افریقائي او د مدیترانې حوزې هېوادونو په ګډون پلان کېږي.

هغه د هند د لومړي وزیر تل ابیب ته د نږدې سفر د اعلان پر مهال وویل چې دا مقابله د پراخو سټراټیژیکو مشارکتونو پر بنسټ ولاړه ده، چې له امنیتي، سیاسي او اقتصادي همکاریو پیلېږي او له منځني ختیځ هاخوا جغرافیائي پراخوالی مومي، څو د سیمې او شاوخوا فعال هېوادونه پکې راګیر کړي او د هغه په وینا «ګډو ګواښونو» ته د مقابلې اړتیاوې پوره کړي.

هغه اشاره وکړه چې دا بهیر په خپلې عمومي محتوا کې نوی نه دی، ځکه شاوخوا یوه میاشت وړاندې ئې د هغه څه پر وړاندې د ګډې هڅې خبره کړې وه چې هغه ئې «یهودي ضده» بولي او ادعا کوي چې له ایران محور او «سني اړخ» څخه سرچینه اخلي.

خو د پرونیو څرګندونو له مخې، د سیمې د چټکو بدلونونو په رڼا کې د صهیونیستي رژیم له خوا د پراخ سیمه‌ییز ملاتړي سیستم د جوړولو هڅو په اړه نور جزییات هم وړاندې شول.

په همدې تړاو، د دوحې د لوړو زده‌کړو د انسټیټیوټ د شخړو د مدیریت استاد او د صهیونیستي رژیم د چارو کارپوه، ابراهیم الخطیب، په وروستیو کې د ترکیې، پاکستان او قطر ترمینځ د مخ پر زیاتېدونکو  ملګرتیاؤ یادونه وکړه او ویې ویل چې دغې لارې پر صهیونیستي رژیم سیاسي او امنیتي دباؤنه زیات کړي دي.

الخطیب وویل چې د بنیامین نتانیاهو څرګندونې، د ترکیې او پاکستان دریځونو او همدارنګه په سیمې کې د اسرائیلو د اقداماتو پر ضد د سعودي عربستان د غندنو ترڅنګ، د نیواکي سیمو دننه د دې سیمه‌ییز نږدېوالي په اړه اندېښنې ښيي.

هغه زیاته کړه چې همدې اندېښنې صهیونیستی رژیم دې ته اړ کړ چې د سیمې دننه او بهر هېوادونو، په ځانګړي ډول هند او د افریقا د ښکر هېوادونو سره خپلې سیاسي او امنیتي اړیکې پراخې کړي، او حتی هڅه کوي چې د اتیوپیا په همغږۍ له تش په نامه «سومالي‌لینډ» څخه د یوه خپلواک هېواد په توګه رسمیت وپېژندنه ترلاسه کړي.

نتانیاهو او د «لوی اسرائیل» خوب

قصیر استدلال کوي چې نتانیاهو، د صهیونیستي رژیم د عمومي سیاست په چوکاټ کې، هڅه کوي سیمه د «سني» او «شیعه» محورونو ترمنځ ووېشي، او موخه یې دا ده چې له عربي او اسلامي نړۍ سره د اړیکو د عادي کولو د بهیر تر ناکامۍ وروسته نوي ائتلافونه رامنځته کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4336284

captcha