IQNA

د تهران په شاوخوا کې د اسرائيلو یو هرون TP ډوله ډرون نسکور شو

16:05 - March 10, 2026
د خبر لمبر: 3492547
ایکنا- نن ماسپښین د ایران د  اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د ماډرن مخه نیونکي توغندوي سسټم په وسیله  د تهران په شاوخوا کې د وحشي او تیریګر صهیونیسټي رژيم  یو هرون TP ډوله ماډرن ډرون مخه ونیول او نسکور شو.
د تهران په شاوخوا کې د اسرائيلو یو هرون TP ډوله ډرون نسکور شو

ایکنانیوز د  سپاه د اطلاعاتي څانګې له قوله راپور راکړ، د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د توغندوي مخه نیونکي ماډرن سسټم  په وسیله د اسرائيلو یو هرون TP ډوله ماډرن ډرون له پيژندلو وروسته په شیشت کې راوست او تباه ئې کړ.

په راپور کې وئيل شوي دي،تردې دمه دایران شجاع اومیړنیو وسلوالو ځواکونو  تردې دمه  کابو اتیا ډرونز د ایران په مختلفو سیمو کې  نسکور کړي او دغه راز ځيني راپورونه ښئ چې کابو نهه جنګي الوتکې ئې هم نسکورې کړي دي. دغه راز د سپاه پاسدارانو او وسلوال پوځ مبارزانو د وعده صادق ۴ عملیاتو په ۳۳ مرحلې کې پر نیواکي سیمو او په سیمې کې د امریکائي پوځي اډو په ضد  کوټلي عملیات کړي چې وئيل کیږي، د ترهه ګرامریکائي پوځ یو شمیر ماډرن توغندوي ضده سسټمونه ئې هم تباه کړي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4339786

captcha