IQNA

د امریکا دپوځي مرکزونوا و په نښه کول د روا دفاع د حق په چوکاټ کې ده

16:07 - March 11, 2026
د خبر لمبر: 3492553
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  د پاکستان له لومړيوزیر سره په ټيلیفوني تماس کې پر عمومي تاسیساتو د یرغلونو لپاره د ګاونډیو هیوادونو له حریم او خاورې څخه د تیریګرو  ناوړې استفادې ته په اشارې سره ټینګار وکړ هغه پوځي مرکزونه او اډې چې  د مونږ پر ټاټوبي  وورڅخه تیریګر او وحشی اواستکبار حملې کوي،  د مونږ ددفاع د حق په چوکاټ کې په نښه کیږي او دا یو دفاعي حق دی او ترڅو چې دغه استعمار او تیریګر رژيمونه  پښمانه نه وي شوي ،دغه حملې او له دفاعي حقه استفاده به دوام وموي.

ایکنانیوز د ولسمشرئ د ماڼئ د اطلاعاتو د څانګې له قوله راپور راکوي،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف نن سهار  په ټيلیفوني تماس کې  د سیمه ایزو وروستیو بدلونونو او ددوو اړخیزو اړیکو او ارتباطاتو په اړه دنظر تبادلې وکړې.

په راپور کې وئيل شوي دي ، دایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  په دغو خبرو کې  د رمضان المبارک په پاکې میاشتې کې د پاکستان د مسلمان اومومن ولس  د عبادتونو او طاعتونو د قبلیدا په هیلې سره  د درستو مسلمانو ملتونو  لپاره د سولې او ارامښت دعا وکړه.

ډاکټر پزشکیان په دوام کې وروستیو بدلونونو او حالاتو ته په اشارې سره روښانه کړه، د ایران اسلامی جمهوریت په داسې حال کې  چې په کلک هوډ سره  د مسئلو او مشکلاتو دحل لپاره په  خبرواترو بوخت ؤ ،دوهم ځل دامریکا اوصهیونیسټ رژيم له خوا له ناڅاپي حملو سره مخ شو .  جنایتکارې حملې اویرغلونه چې د اسلامی انقلاب د ستر لارښود امام خامنه اي  او د زده کونکو پشمول د بې ګناه وطن والو د شهادت  سبب شوي دي.

د اسلامی ایران ولسمشر زیاته کړه،له بده مرغه تیریګر د ګاونډیو هیوادونو  له خاورې او حریمه په ناوړې استفادې سره  د ایران پر عمومي تاسیساتو،روغتونونو، ښونځیو،پوهنتونونو،عاموبازارونو اوهستوګن ځایونو باندې بې آمانه حملې کوي  چې  یوازې د هرمزګان په میناب سیمې کې په یوه ښونځي په وحشی ډوله حملې کې  کابو یوسل اته شپیته معصومې زده کونکې انجونې ئې په وینو کې لیتب پيت کړې.

هغه د ایران په دفاعي سټراټژئ په ټينګار سره  ووئيل،د ایران اسلامی  جمهوریت  د سیمې له هیوادونو سره د ښکیلیدا یا د هغوي په نښه کولو لپاره   هیڅ نیّت نه لري او یوازې هغه پوځي اډې اومرکزونه چې  دمونږپر خاورې د حملې ځایونه دي ،   د روا دفاع دحق په چوکاټ کې به دمونږپه شیشت کې وي او هیڅکله به ئې خپلو ازادو پښو ته پرېنږدو.

د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر دغه راز  خبرداری ورکړ،که نړیواله ټولنه او نړیوال اورګانونه  د ایران په ضد دپوځي یرغلونو او تیریو  او ددغه تپلی جنګ  د رامینځةکونکو اصلي عواملو باندې توجه  اوغور ونه کړي، نو پر نړیوالامنیت او نظم باندې واکمن شرائط به نوره هم لړزانه اوګډوډ شي.

هغه همداراز په روان بحران کې د پاکستان د حکومت اوولس   له ایران سره په پیوستون  اوملاتړ مننه اوقدرونه وکړه او روښانه ئې کړه،دسیمې ولسونه اوحکومتونه د بوه بل تر څنګ  په امن او کراریو کې ژوند کول غواړي،خو استکباري  اوجنایتکار قدرتونه  دغه امن اوکراری نشی زغملی او د سیمې او نړئ د لاګډوډولو لپاره سپیرې هڅې کوي او داسرائيلو دناروا رژیم د سپيرو موخو او   زیات غوښتنو ته غاړه کیښودل د هیڅ یوهاسلامی اومسلمان هیواد او ملت په ګټه  نه دي او مسلمان امت په یووالي اواتحاد سره ددغوتیریګرو او وحشی ډوله اقداماتو او تیریو مخه نیولی شي.

 د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم  په دغو خبرو کې   همداراز د اسلامی انقلاب د ستر لارښود  په شهادت یوځل بیا په تسلیّت وئيلو سره په ایران د امریکا او صهیونیسټي رژيم  د تیریو په محکومیّت کې د خپل هیواد پراصولي دریځپه بیا ټينګار سره  وار د واره د ایران له اسلامی جمهوریت سره د پاکستان د حکومت اوولس په ژور پیوستون اوملاتړ ټينګار وکړاو  دغه راز ئې د اسلام اباد او تهران د دووواړخیزو اړیکو د پراختیا په اهمیّت په ټينګار سره په لوړو سویو  دډيپلومآتیکو مشورو او راشه دیرشه پر دوام ټينګار وکړ.

https://iqna.ir/fa/news/4339950

captcha