IQNA

الازهر؛ دالاقصی جومات بندول یو نړیوال جنایت دی

17:52 - March 15, 2026
د خبر لمبر: 3492567
ایکنا – د الازهر اسلامی مرکز د روژې په مبارکې میاشتې کې د لمونځ ګوزارو په وړاندې د الاقصی جومات د درواړو تړل کیدا  په محکومولو سره  ټينګار کړی دی ،دا داسې جنایت دی چې مسلمانان  په رمضان المبارک میاشت کې له خپلو عبادتونو له ترسره کولو محروموي.

ایکنانیوز  د الاهرام له قوله راپور راکړ، ددغه مرکز په اعلامیې کې راغلي دي، دغه جنایت به په درستې نړۍ کې دمسلمانانو  احساسات وپاروي او د هغه نړیوال  قانون  ښکاره خلاف ورزي  شمیرل کیږي چې په  عبادي ځایونو باندې تیري جرم ګڼي.

الازهر اسلامی مرکز په دغې اعلامیې کې وئيلي ديو الاقصی جومات  په الهی اذن سره ، یو بشپړ اسلامی حرم دی  او صهیونیسټان پکې هیڅ حق نه لري.

 دغه مرکز  له نړیوالې ټولنې او له عربو او اسلامی فعالانووغوښتل  چې  د الاقصی جوماات  په ملاتړ او  پّ آرام  او من او په آزادې فضا کې د لمونځ ګوزارو دعبادي مناسکو دترسره کیدا لپاره د شرائطو  په برابرولو کې دې پخپل مسئولیّت  عمل وکړي.

 داپه داسې حال کې دي چې پّ تیرو کلونو کې هم په  کرتو د صهیونیسټانو له خوا  دالاقصی جومات په بشپړ یا جزئي بندولو اقدام کړی دی او دغې موضوع د تاؤتریخوالي په رامینځةکولو سره ،  د دغه ځای داسلامی هویّت د خلاف ورزئ په باب  اندیښنې  زیاتې کړي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4340908

captcha