IQNA

د وعده صادق ۴ عملیاتو ۵۵ څپه،د تل ابیب او بن ګورین په زړه کې ټارګټونه

16:24 - March 16, 2026
د خبر لمبر: 3492571
ایکنا -  د یا موسی ابن جعفر علیه السلام په مبارک رمز سره د وعده صادق ۴ عملیاتو پنځه پنځوسمه څپه، د ګائيډيډ او په دقیق  شیشت  باندې د  لګیدونکو سترو توغندیو  په وسیله د  هوافضصا د پوځي وسلو د تولید د مرکزونو او د هوائي سونګو د رسونې د پشتیبانئ د مرکزونو پشمول په بن ګورین اوتل ابیب نیواکو ټاټوبو په مینځ کې  د ځینو ټارګټونو په ضد اجرا شوه.

 ایکنانیوز د سپاه پاسدارانو د عمومی اړیکو له قوله راپور راکړی، د سپاه پاسدارانو  عمومی اړیکو برخې اعلان کړی چې ؛ د یاموسی بن جعفر علیه السلام  په مبارک رمز سره  د وعده صادق ۴ عملیاتو پنځه پنځوسمه څپه ، د لوړمقام شهیدانو شهید محمد ابراهیم همت او  دمجنون او  طلائیه ټاپوګانو د شهیدانو  په  نامې سره  د تل ابیب اوبن ګورین د هوا فضا  پوځي وسلو د تولید د مرکزونو او  د هوایی سونګو رسونکو الوتکو د پشتیبانئ   دمرکزونو پشمول  په نیواکي ټاټوبو  مینځ کې  په ټارګټونو باندې  د فتاح،عماداو قدر هايپرسونیک  ستر وزن لرونکو توغندیو او ځان مرګو ډرونز په وسیله  پیل شوه او دغه راز  په شیخ عیسی هوائي ډګر او جُفیر سمندري اډې الظفره په مینځ کې د امریکا ترهه ګر پوځ   په مرکزونو  باندې هم د فاتح ،ذوالفقار  اودزفول نومې د جامدو سونګ  او مینځ واټنه  توغندیو پهوسیله او دغه راز دګائيډيډ ډرونز  په وسیله  نن د روژې دمبارکې میاشتې په شپږویشتمه  نیټه  په الهی عنایت سره په بریالیتوب سره  درنده ګوزارونه وشول.

 همداراز د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو  د عمومی ادیکو د  څانګې په یوه بل خبر کې هم راغلي دي؛ بیګا شپې  د تهران په فضا کې یولس نیمې بجې  یو هرون  نومې مادرن ډرون او دغه راز  د جم په فضا کې هم هرمست ۹۰۰ ډوله  ماډرن ډرون  په داسې حال کې چې برید ته تیار وو،  له ورانکارو عملیاتو مخکې د ایراند هوا فضامخه نیونکو توغندوي سسټم  په وسیله وپيژندل او په ټکه نسکور شول.

 https://iqna.ir/fa/news/4341170

captcha