
ایکنانیوز راپور راکړ، این بی سی نیوز خبری چینل نن د ځينو خبرو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د امریکا یو شمیر پوځي چارواکو له ایران سره د جنګ لپاره پخپلو اوسنیو طرحو کې ددغه جنګ د درولو ټاکنې د امریکا ولسمشر ډونلډټرمپ ته پیشنهاد کړې.
سره له دې چې ټرمپ د شاتګ لپاره ځیني پلانونه په نظر کې لري، خو تر دې دمه ئې د هغو د اجرا لپاره کومه فیصله نه ده کړې او ددغو پوځي عملیاتو د دریدا مهال ویش نامعلوم دی او په میداني بدلونونو باندې متکي دی.
د امریکا په داخل کې ددوو بهیرونو ترمینځ د نظر اختلاف موجود دی، له یوه پلوه هغه سلاکاران چې دتیلو د بیّو د زیاتیدا او د نړیوال اقتصاد د بې ثباته کیدا په باب انديښمن دي ، د یوې چټې شاتګ کونکې سټراژۍ لپاره دباؤنه زیاتوي ، له بل پلوه د امریکا لوړپوړي چارواکي دغه جنګ د په سیمې کې د ایران د حاکمیّت د نفوذ د کمزوري کولو لپاره یو تاریخي فرصت ګڼي .
دسپينې ماڼئ ویندویې کارولین لویت دې ته په اشارې سره چې د امریکا جنګ وزارت لومړنئ ارزونې له څلورو ترشپږو اونیو پورې جنګ ؤ ،ووئيل؛ دغه عملیات به هغه مهال پاي ته ورسیږي، چې د وسلوال ځواکونو لوړپوړی کمانډر د موخو تحقق تائيد کړي .
داپه داسې حال کې دي چې دایران چارواکو په کرتو د امریکائي صهیونیسټي حملو له پیل مخکې او په روان جنګ کې ټينګار کړی دی، تهران به ددغه جنګ پاي ته رسونکی وي.
هرمز تنګی چې دنړئ د تیلو شل فیصدي برخه له دغه ځایه تیریږي ، هم تراوسه پورې د امریکا په وړاندې یو ترټولو مهم چیلنج دی او دحملو د پیلیدا له وخت راهسې په عمل کې له دغې اوبلارې د تیلی کشتیو اونورو تجارتي کشتیو تګ راتګ دریدلی دی او څه دپاسه دولس تجارتي کشتۍ هم ټارګټ شوي دي.
ټرمپ د چین،جاپان، انګلستان،کینیډا، ایټالیا په څير له هیوادونو د هرمز تنګي د پرانیستو لپاره د مرستې غوښته کړې ده خو تراوسه پورې د اروپائي هیوادونو مشرانو ددغه کار لپاره دمستقیم پوځي ملاتړ له وړاندې کولو ډډه کړې ده.
د امریکا د اطلاعاتو د ارزونې پّه اساس سره له دې چې ، دایران پوځي توانمنیو ته یو لړ تاوانونه اوښتي دي ، خو دمګړئ دهغو د حاکمیّت د دړې وړې کیدا هیڅ نښه نښانه نه ښکاري
امریکائي کارپوهان ټينګار کوي، تهران دغه جنګ د موجودیت لپاره یو چیلنج ګڼي او باؤر لري، دخپلو دښمنانو له قدرته لازیات ئې د مشکلاتو د زغلو لپاره توان لري.
https://iqna.ir/fa/news/4341403