IQNA

د الازهر شیخ ته د المصطفی پوهنتون د مشر خطاب

 د اسلامی نړۍ او مسلمان ملت راتلونکي ته لږڅه فکر وکړو

16:50 - March 22, 2026
د خبر لمبر: 3492587
ایکنا -  د جامعةالمصطفی  العالمیه   مشر آیت الله علی عباسی  د مصر شیخ الازهر ته په یوه پیغام کې  د ایران  د روا دفاع په محکومیّت کې  ددغه مرکز دفتوا د شورااعلامیې باندې په سختو نیوکو سره  د صهیونیسټانو د جنایتونو په وړاندې د دوه ګوڼي کړچار  په باب  خبرداری ورکړ او  دامریکا او صهیونیسټي وحشی رژیم  د تیریو په ضد د قرآني عدالت په اساس د اسلامی عالمانود یوې واحدې جبهې  د جوړیدا غوښتنه وکړه.

ایکنانیوز  راپور راکړ، د جامعةالمصطفی العالمیه  دمشر آیت الله علی  عباسي  د پیغام متن  چې  د الازهر پوهنتون  د فتوا د شورا د وروستۍ اعلامیې په ځواب کې ئې شیخ الازهر  احمد الطیب ته لیږلی ستاسو په خدمت  کې هم وړاندې کیږي.

بسم الله الرحمن الرحیم

جناب آقای دکتر احمد محمد احمد الطیب

 د جامعة الازهر مشر او شیخ

 سلام علیکم ورحمةالله وبرکاته

 غواړم  د الازهر د فتوا شورا په  هغې بیانیې  چې په همداوروستیو ورځو کې  او د صهیونیسټي نیواکګر او   جنایتکار رژيم او د سیمه ایز پلید  شریک امریکا  دتیریو په اوج کې  صادره  شوې ده، خپل افسوس او حیرانتیا ستاسو خدمت ته وړاندې کړم.

 په دې باب څو ټکو ته ستاسو پام راغواړم!

1  تاسو   خبریاست  چې امریکا او اسرائيل  د خبرواترو په مینځ کې  د ایران د اسلامی جمهوریت  د دړې وړې کیدا او ویشل کیدا په نیّت  د روژې  په مبارکې میاشتې کې  د اسلامی ایران پر حریم حمله وکړه او د اسلامی اقنلاب متفکر او لوي رهبر  او امام  ئې سره د کورنیو دځينو غړو ، د یوشمیر قوماندانانو او د اسلامی ایران د یوشمیر مظلومو کسانو  سره یو ځاي شهید کړ.

 آيا  د تاسو په نظر  او د الازهر د فتوا شورا په  خیال  سره ،د ایران ملت او  پوځي قواوې  په دغه شان وضعیّت کې  له مقاومت پرته بله چاره لري.؟ولې جنابعالی او  هغې شورا  صلاح ونه بلله چې د صهیونیسټي یهودیانو  له خوا د  یوه اسلامی هیواد پهحریم باندې دغه ښکاريتیري محکوم کړئ.؟ مګر دا د پیغمبر اکرم (ـص)  قول نه دی چې ؛ من سمع مسلماً ینادی یاللمسلمین فلم یجبه فلیس بمسلم». د ایران  د مسلمان ولس په بیړنیو شرائطو کې  دغه چُپتیا څه توجیهه لري؟

2    د الازهر  دفتوا د شورا په اعلامیې کې  د سیمې په هیوادونو کې  د امریکا په پوځي مرکزونو او اډو باندې د  ایران حمله محکومه شوې ده.

 عجیبه خبره ده! امریکا   دسیمې په هیوادونو کې له دیره امکاناتوڅځه په استفادې سره په یوه اسلامی هیواد حمله کړې او د مونږ پوځي قواؤ په  ځواب کې ، دهغوي په اډو اومرکزونو باندې چې امریکائي جنګي الوتکو الوتونه دقیقا له همدغومرکزونو شويدي،متقابلاه حمله کړې ده.

 د حیرانتیا په اوج کې دالازهر فتوا شورا  د تیریګرو  په حملې اعتنا نه ده کړې او له ځانه په روا دفاع کې او د تیریګرو په رټلو کې د مونږ قانوني او نړیوالحق ئې محکوم کړی دی! مګر خداوندمتعال په قرآن کریم کې نه دي فرمائيلي؛ فَمَن اعتَدٰی عَلیکُم فاعتَدوا عَلیه بِمِثلِ مااعتَدٰی عَلیکُم» بقره/۱۹۴.

 آیا فکر نه کوئ  چې  د تاسو مخاطبان به د قرآنی دستور  په وړاندې  په دغه دوه ګوڼي کړچار  سره او  بې تمکینه ، له مشکل سره مخامخ نشي.؟

3  وئيل شوي دي  چې  په دغې اعلامیې کې  د سیمې په هیوادونو کې د امریکا په پوځي اډو د ایران حمله محکومه شوې ده.

ښاغلیه ډاکټر الطیب ! د تاسو د پوهنتون دفتوا شورا ولې دغو ګاونډیو هیوادونو ته هیڅ تذکر نه ورکوی چې باید   د یوه اسلامی هیواد حریم  د امریکائي یرغلګرو کافرو په اختیار کې ورنکړي؟ مګر  خداي تعالی په قرآن کریم کې نه دي فرمائيلي، چې؛ یاایها الذین آمنوا لا تتخذوا الیهود و النصاری أولیاء بعضهم أولیاء بعض و من یتولهم منکم فانه منهم» مائده/۵۱   او  دغه راز په یوه آیت شریف کې  کې هم  فرمائي ؛ لا یتخذ المومنون الکافرین أولیاء من دون المؤمنین و من یفعل ذلک فلیس من الله فی شئ» آل عمران/۵۱  . آیا د  یرغلګر کافر په اختیار کې  د اسلامی هیواد مځکه  اوفضا ،ددغو الهي او  قرآنی فرمانونو څخه سرغړونده نه ده؟

4  د الازهر  محترم مشره !  راځه لږ څه د  اسلامی نړئ اومسلمان ملت راتلونکي ته فکر وکړو! آیا  اسرائيل اوامریکا یوازې  د ایراندښمنان دي؟ آیا  داسې نه ده چې  د  ایران د اسلامی جمهوریت جرم  د غزې شریفې  د مظلوموخلکو څخه  عملی دفاع ده؟

 زما له خوا  د ورورولۍ خبرداری جدي وګڼئ، راځئ لاس په لاس کې سره ورکړو او د قرآن  دخیمې لاندې سره  غونډ شوو او د قرآني عدالت پهاساس ،  د  خبیث صهیونزم په ضد خبرېوکړو او عملی ګام پورته کړو. د مونږ د  اوسمهال د دریخ ، خبرو او چُپتیا  په باب د قیامت په ورځ د ځواب پر ضرورت سربیره، راتلونکی خلک به د مونږ د اوسنیو  څرګندونو  او دریځونو او اقداماتو په باب قضاؤت وکړي.  

جناب ډاکټر الطیب صیب! راځئ لاس په لاس کېورکړو او  د قرآن کریم  د خیمې لاندې سره جمع شو او د قرآني عدالت  او  خپل  اسلامی مسئولیّت او د  مظلوم د چغو د آوریدو په اساس  د وحشي او خبیث صهیونزم  په ضد  دریځ  او   اقدامات غورهکړو، د قیامت  دورځې  دځواب په ضرورت سربیره ، د مونږ د اوس مهال دچُپتیا او دوه ګوڼي دریځ  په باب به  راتلونکي خلک  د مونږ د  اوسنیو  اقداماتو او دریځونو په باب قضاؤت وکړي. .

والسلام علی من اتّبع الهدی

علی عباسی

 د المصطفی(ص)  نړیوال پوهنتون مشر

https://iqna.ir/fa/news/4342182

captcha