
ایکنانیوز راپور راکړی، د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر عباس عراقچي نن د اروپائي اتحادئې د بهرنی سیاست د کمیشن له مشرې کایا کلاس سره په ټيلیفوني خبرو کې د ایران په ضد د امریکا او صهیونیسټي رژیم د نارواؤ حملو په دوام پسې د وروستیو بدلونونو او د هغو په سیاسی ، امنیتی او انساني پایلو باندې بحث او ارزونې وکړې.
په دغو خبرو اترو کې دواړو لورو په سیمې کې دتاؤتریخوالو د زیاتیدونکی بهیر ته په اشارې سره پر نړیوال امنیت او پر سیمه ایز ثبات باندې ددغو بدلونو د منفقي اغیزو او دغه راز نورې سیمې او نړئ ته ئې د غزیدا پر پایلو هم د نظر تبادله وکړه. د اروپائي اتحادئې د بهرنی کمیشن مشرې دغه راز پر ایران د امریکا او صهیونیسټي رژيم د غیر قانوني حملې باندې په افسوس کولو سره ووئيل، باید دغه تاؤتریخوالی زرترزره پاي ته ورسیږي او باید شخړې اوبحران د خبرواترو له لارې حل شي. هغې یوځل بیا ددې پخلی وکړ چې اروپائي اتحادیه هیڅکله هم ددغه جنګ برخه نه کیږي او زر ترزره ئې ددریدا غوښته کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4342345