
ایکنانیوز راپور راکوي، د جرمني د پارلیمان یوې غړې او ددغه هیواد سیاستوالې امیره محمد علی پخپل ایکس ټولنیز چینل کې لیکلي دي،دغه ستره مظاهره د برلین په پوټسډمر چوک کې له سولې څخه په بشپړ ملاتړ کې وشوه .
هغې زیاته کړې ده،د ایران په ضد په تیریو باندې د اعتراض لپاره په دغو اعتراضیه مظاهرې کې په زرګونو کسانو په غونډيدا سره دجنګ له امله د انفلیّشن او د جرمني په حکومت باندې د اعتراض لپاره سره غونډ شول او دا یوه خود جوشه پيښه وه.
د جرمني دکیڼ پال ګوند دغې استازې په دوام کې ووئيل؛ له هغوټولو کسانو څخه چې په دغې غونډې کې ئې ګډون کړی او ددغې غونډې له ترسره کیدا سره ئې مرسته کړې ده،قدرونه کوم ، دا د جنګ د لیونتوب په ضد یو مضبوط پیغام مو ولیږه او دوام به ورکړو.
دغه خبر په داسې حال کې خپور شوی چې د انګلستان دجنګ په ضد کمپاینونه هم له څو ورځو راهسې پیل شوي او په دوو جلاجلا اعلامیو کې ئې د ایران په حیاتي زیخ بینائيو باندې له حملو د امریکا د ولسمشر ټرمپ شاتګ، د جنګ په پرمخ بیولو کې د واشنګټن د سترې ناکامئ نښه وبلله او ددغه جنګ د دایمي او فوری دریدا غوښتنې په ضرورت ئې ټينګار وکړ.
دا په داسې حال کې دی چې د انګلستان په زرګونو خلکو هم دتیرې یکشنبې په ناوخته د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد د امریکا او صهیونیسټي رژيم په جنګي سیاستونو باندې په اعتراض کې مظاهره وکړه. په دغې مظاهرې کې ګډون کونکو په ایران د امریکائي صهیونیسټي ګډې حملې په محکومیّت کې شعارونه ورکړل او د ایران بیرغ ئې وځړوه.
دوي همداراز دایران د سوله ایز ایټمی پروګرام په باب د ځینو رژیمونو سختو دریځونو او د ایټمي پوځي فعالیتونو په باب دنړیوالې ټولنې دوه ګوڼو سیاستونو ته په اشارې سره دا شعار پورته کړ چې؛ په ایټمي سیاستونو کې نفاق ختم کړئ.:::
د ایران په ضد د امریکا او صهیونیسټي وحشي رژيم ګډپوځي تیري د تیر کال د کب د میاشتې له نهمې پيل شوي چې هماغه شان دوام لري، په دغه ناځوانمردانه برید کې چې د ایران او امریکا ترمینځ دغیر مستقیمو خبرواترو په مینځ کې وې ،د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی امام خامنه اي سره د کورنئ د یوشمیر غړو او څو لوړپوړو پوځي چارواکو شهید شو.
https://iqna.ir/fa/news/4342558