
ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د ترکیې خارجه وزیر هاکان فیان په یولړ څرګندونو کې ووئيل د فارس خلیج هیوادونه باید داسرائيلو لوبې ته وارد نشي.
هاکان فیداان صهیونیسټي رژيم د سولې په وړاندې ترټولو ستر خنډ وباله او زیاته ئې کړه،سیمه ایزه بې ثباتي د مختلفو هیوادونو او ټولنو ترمینځ د اوږدمهاله نښتو سبب کیږی. فیډان په واشنګټن د تهران د اعتماد کمیدا ته په اشارې سره ووئيل، ایران په بشپړ ډول درک سره په امریکا د اعتماد له ډيرې کمیدا سره مخ دی او بې باؤره شوې ده ، د خبرواترو په مخکینیو دوو پړاؤنو کې هم شرائط داسې پر مخ لاړل چې د جنګي وضعیّت سبب شول.
د ترکيې حریّت خپرونې د ایران په وړاندې د ټرمپ د ناکامۍ خبره وکړه!
په عین حال کې د ترکیې د حریّت ورځپاڼې مسئول چلونکي احمد هاکان هم په یوې مقالې کې ولیل؛ د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د جنګ په باب ډير خوبونه درلودل! غوښتل ئې د ایران پر تیلو مسلط شي ، خو ونه توانید. غوښتل ئې د خپلې خوښې کسان واک ته ورسوي،ونه توانید،غوښتل ئې ایران په ونزویلا بدل کړي،ونه وتوایند،تراخو حقیقتونو دغه ټول خوبونه په اوبو لاهو کړل. په نهایت کې د ټرمپ لپاره یوازې یو خیال باقي پاتې شو ، ؛ د هرمزتنګي پرانیستل،یعني د هغه هرمز تنګي په پرانیستل کیدا سره چې له جنګه مخکې هم خلاص ؤ ، تاکل شوې ده کامیابي اعلان کړي:
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i171740