IQNA

په قرآن کې له صهیونزم سره د جنګ تحلیل/ 17

هغه قومي برخلیک چې د مومنانو په پریښودو سره له یهودیانو سره  وتړل شو

16:17 - March 29, 2026
د خبر لمبر: 3492615
ایکنا-  په داسې حال کې چې د فلسطین او ډيرو اسلامی هیوادونو مظلوم خلک  د صهیونیسټي رژيم له ظلم او تیریو سره مخ شوي دي، ځینی عربو هیوادونو  له دغه منحوس رژيم سره پټ مراودات پیاوړي کړي دي؛ یو داسې چلند چې قرآن کریم  دهغوي په باب ډير سخت ګواښ نقل کوي.

قرآن کریم د مجادلې سورې له ۱۴ تر ۲۲ پورې آیتونو کې  د منافقینو د یوې  هغې ډلې تاریخ ذکر کوي، چې له یهودیانو سره د دوستئ رابطه ئې ټينګه کړې ده.:أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ تَوَلَّوْا قَوْمًا غَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ مَا هُمْ مِنكُمْ وَ لَا مِنْهُمْ» (مجادله: 14). دغه شمیر نه مسلمانان او نه یهود دي،البته  د دوي د ژوند واقعیّت په اساس له یهودو سره یوځاي کیږي؛ وَ مَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ» (مائده: 51).

قرآن کریم  په همدې خاطر  ددوي د انحراف مذمت کوي او  دوي ته د عذاب او قصاص ګواښ کوي (مجادله: 15).  بیا فرمائي چې منافقین د شیطان له ډلې او تاوان موندونکي دي .  هغه مهال تعلیل کوي چې دوي   پخپل مخالفت او ضد او ځل سره  له  خداي او د هغه له رسول سره دښمني  کوي او په همدې دلیل  د  خداي دترټولو خوارو او ذلیلو مخلوقاتو په لیکه  کې دي. (مجادله: 19-20).

په ۲۲آیت کې هم فرمائي؛ لا تَجِدُ قَوْماً يُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَ اَلْيَوْمِ اَلْآخِرِ يُوادُّونَ مَنْ حَادَّ اَللّهَ وَ رَسُولَهُ»(مجادله: 22). دغه تعبیر چې دغه شان  مومنان به پیدا نشي،  له هغه څه کنایه ده چې په خداي باندې ایمان  او  د جزا په ورځ اعتقاد  له دغه شان صفتونو سره نه خوري،هغه څوک چې  واقعا په خداي ، دهغه په رسول او د  جزا په  ورځې ایمان  لري، ممکنه نه ده چې د خداي له دښمنانو سره دوستي وکړي.

وروسته خداوندمتعال مومنان  له دښمنانو څخه د بیزارئ په دلیل ستاي  او  ښکلي وعدې ورکوي ، او فرمائي؛ أُولَئِكَ كَتَبَ فِي قُلُوبِهِمُ الْإِيمَانَ وَأَيَّدَهُمْ بِرُوحٍ مِنْهُ وَيُدْخِلُهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ أُولَئِكَ حِزْبُ اللَّهِ أَلَا إِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْمُفْلِحُونَ» (مجادله: 22).

 لومړ نۍ وعده ،هغه ایمان دی  د هغو د ژوند په باطن او ژورتیا کې ځاي په ځای شوی دی.بیا د بهشت وعده او جنت ته د واریدیدا  تائيدیه ورکوي . دالهی رضایت وعده هم  هغه مخصوص رحمت دی چې  له خداي سره  مخلص مومنان پکې شاملیږي؛ دغه کسان  د خداوندمتعال   او رستګار  د هماغه ګوند  خالص ایماندار کسان دي.؛ أُولئِكَ حِزْبُ اَللّهِ أَلا إِنَّ حِزْبَ اَللّهِ هُمُ اَلْمُفْلِحُونَ‌»؛ هماغه شان چې  هغه منافقان تاوانموندونکي او دشیطان  د ډلې دي.

https://iqna.ir/en/news/3496853

captcha