IQNA

یاددښت!

په بحرین کې د امریکا د پوځي اډو ختمول ضروري دي

0:58 - April 02, 2026
د خبر لمبر: 3492626
ایکنا-  د بحرین د بشری حقوقو  د ټولنې مشر باقر درویش  په خپلې یوې مقالې کې ليکلي دي، په بحرین کې د امریکا د پوځي اډو ختمول د وخت یو ضرورت او د بحرین دمځکنئ بشپړتیا او دملی هویّت دساتلو لپاره یوه ضروري چاره ده.

باقر درویش پخپل دغه یاددښت کې لیکلي دي، په بحرین کې د امریکا او اسرائيلو د پوځي شتون  باندې د نیوکه کونکو  په تعقیبونې کې ددغه هیواد  د کورنیو  چارو وزارت   اقدامات د هغې موضوع  دوسیه چې  نوره   له چا پټه نه ده نشي بندولی ؛ یوه داسې موضوع چې  حکومت  خیال نه کاوه چې  هیڅکله  به د ځاي عمومی افکارو ، عربو او اسلامی تفکراتو په وسیله په یو ځاي مطرح شي، خو زمانه بدله شوې ده.

 هغه لیکلي دي ، په هغو  غوښتنو او پوښتنو  کې  ځينو  موردونو ته اشاره کیدلی شي ، چې  آیا د بهرنیو پوځيانو شتون  د حاکمیّت  له مفهوم سره بشپړ سمون خوري؟، پر ملی هویّت ئې  اغیزې څه دي؟ آیا ښاریز  حق لري  د بهرنیانو شتون ترپوښتنې لاندې راولي؟، آیا هغه هیواد  چې  د یوه زبرځواک د  سترې پوځي اډې کوربه دی ، له  بهرنیو فیصلو څخه خپلواکه کومه فیصله کولی شي؟ بدلیدونکو جنګونو ته  په پام سره ، پر بحرین  ددغه شتون اغیزې  څه کیدلی شي.؟ ایا  دا په یوه هغه مسئولیّت نه دی بدل شوی چې  په سیمې کې  دامنیتی اړیکو په شکل کې بیا کتتنې  ته کومه اړتیا ضروری وګڼي؟ آیا  د هر یوه هیواد حقیقي امنیت   په بهرنیو پوځي مرکزونو باندې په تکیې سره   که د ملی حاکمیّت په پیاوړتیا سره  ترلاسه کیږي؟  دهغو هیوادونو له تجروبو  څخه چې پخپلو ټاتوبو کې ئې دبهرنیو پوځيانو شتون پآي ته رسولی ، څه شی زده کولی شو؟

 هغه په دوام کې ووئيل ډيرې پوښتنې په ذهنونوکې راپور ته کیږي، حو باید   دحقوقو له واقعیّت  سره  له اړونده لومړني مشکل څخه غافل نه شو، حتی که ټرمپ  د ملګروملتو منشور تر پښتو لاندې هم کړی وي. ددواړو  لورو ترمینځ  له امنیتی موافقو سره سره ، دا  د یوه خپلواکه نظام  دتعهد لپاره د یوه ولسی ضرورت  د شتون په معنا نه دی.

. رسمي موافقې لازما د سیاسی مشروعیّت په معنا نه دي. ولسی مشروعیّت او رواوالی. روښانه لاره لري، یا د یوه بشپړ قدرتمند منتخب پارلیمان له لارې  یا د د ولسی ټول پوښتنې په وسیله.  

 هغه په دوام کې لیکلي دي ؤ،مونږ دلته له  یوه داسې حکومت سره مخامخ یوو چې  په امنیتی فیصلو کې خپلواکه نه دي او پر نورو تکیه کوي او حتی د ایران په ضد  په روان  جنایتکار او غیر قانوني جنګ کې  بهرنیانو پر دوي هرڅه تپي ، داهم په دې خاطر دی چې  خپلواکي له مینځه تللي ده.  

هغه په عین حال کې روښانه کړه په بحرین کې د بهرنیو شتون له ۱۹۴۰کال څخه تردې دمه دوام لري  او ددغه هیواد خپلواکي ،ملی هویّت ، مځکنئ بشپړ تیا  ئې تباه کړې ، ان تر دې چې کاروزګار  ئې  هم اغیزمن کړی دی .

 هغه ووئيل، هغه راپور چې د امریکا کانګرس  د تحقیقاتو ادارې په وسیله د ۲۰۲۴کال په جولائي کې خپور شوی ښئ چې   متحده ایالات په درستې نړئ کې  په ۵۱ هیوادونو کې څه دپاسه ۱۲۷ پوځي اډې لري  یا  له هغو څخه استفاده کوي. دغه  روان تیریګر جنګ  چې هماغه راز دوام لري، باید په سیمې کې د امریکا د پوځي شتون  دختمیدا لپاره  یو فرصت ششي، په تیره بیا دا چې  دغه شتون  د  استعماری پروژو په خدمت کې یعني  د لوي اسرائيل  پروژې  او د سیمې د ویشلو  په خاطر دی.

 https://iqna.ir/fa/news/4342849

captcha