
ایکنانیوز د ایرنا له قوله راپور راکړی،د پاکستان د خارجه وزارت ویندوي د راپور په اساس، سناتور محمد اسحاق ډار د جاپان له خارجه وزیر سره په ټيلیفوني تماس کې د لویدیځي آسیا سیمې د وروستیو بدلونونو په باب سره دنظر تبادله کړې ده.
دواړو خواؤ د تاؤتریخوالو د فوري کمیدا په اهمیّت ټينګار کړی دی.
د پاکستان خارجه وزیر په دغو خبرو کې وئيلي دي؛اسلام اباد په سیمې کې تل پاتې سولې او ثبات ته د رسیدا او دتاؤتریخوالو د کمیدا په موخې سره له ټولو نوښتونو څخه چې ترسره کیږي، ملاتړ ته کلک هوډ لري او خپلو هرډول هڅو ته به دوام ورکړي.
په عین حال کې د پاکستان د خارجه وزارت ویندوي طاهر اندرابی دخبریالانو په ټول کې د ځينو پوښتنو په ځواب کې دپاکستان له خوا د ایران په ضد دامریکا او اسرائيلو دروان جنګ دختمیدا لپاره د یوه چوکاټ د وړاندیز په باب د ځينو راپورونو له دروغ بللو یا تائيدیدا ډډه کړې ده.
هغه دغه راز ووئيل؛ په دې مورد ډير راپورونه شته دي او په عین حال کې مونږ ددغو خاصو او شخصی راپورونو او ګمانونو په باب کوم نظر نه څرګندوو. هغه ټينګار کړی دی، د مونږ اصل ټکی دا دی چې د سولې بهیر روان دی.
https://www.irna.ir/news/86120260