
ایکنانیوز راپور راکړی، د ایران او امریکا ترمینځ د پاکستان د مینځګړیتوب په وسیله له موقتي اوربند له منل کیدا وروسته چې امریکا د ایران وړاندیز شوو لس شرطونو په منل کیدا سره د پاکستان د لومړی وزیر شهباز شریف له خوا اعلان شوی ، د ایران د اسلامی جمهوریت د ملی امنیت لوړې شورا یوه اعلامیه صادره کړې چې پکې وئيل شوي دي، دایران شجاع اوغیور ملت دې پوهه شي، چې دښمن په ناځوانمردانه ،غیر قانوني او جنایتکار جنګ کې دایران دملت په وړاندې له نه انکاریدونکي ،تاریخي او لالهانده کونکي جنګ کې چې د اسلامی انقلاب د شهد رهبر او د نورو لوړو پوړو قوماندانانوا و ساینس پوهانو او عامو خلکو پاکو وینو په برکت سره او د اسلامی انقلاب د معظم لارښود او ددرستو قواؤ د ستر قوماندان حضرت آیت الله مجتبی خامنه اي پّ تدبیرونو او په جبهو کې په داسلام د شجاع ااو میړنیو مبارزانو په مجاهدت او په تیره بیا د جنګ له هماغه پیله په صحنې کې د قدرمن ملت په حماسی او تل پاتې شتون سره،ایران یوه لویه اوتاریخي بریا ترلاسه کړې او جنایتکاره امریکا ئې خپلو لس ماده ایز پلان منلو ته اړ کړې ده ، چې په هغو کې امریکا د تیریو دنه کولو،پر هرمز تنګي د ایران د کنټرول دوام د یورانیمو د پخولو منل ، دلومړنیو او دوهمې مرحلې د ټولو بندیوزنو پاي ته رسول، د امنیت شورا او واکمنې دټولو پریکړه لیکونو ختمیدا ، د ایران د تاوان ورکولو ، له سمیې د امرکیا د پوځي ځواک د وتلو او د لبنان د اسلامی مقاومتي غورځنګ په ضد د جنګ د بندیدا پشمول په ټولو جبهو کې د جنګ دریدا منلو ته اړ شوې. دغه بریالیتوب دایران درست ولس ته مبارک وي او امنیت شورا په دې ټينګار کوي، چې د دغه بریالیتوب د جزئياتو تر نهائي پورې د ایران د قدرمن ولس د وحدت او پیوستون ساتلو او د مسئولانو استقامت او تدبیر ته ضرورت دی.
په دغې اعلامیې کې راغلي دي، د ایران اسلامی جمهوریت په لبنان ، عراق ،یمن اوفلسطین کې د مقاومت ددلیرو او شجاع مجاهدینو سره یوځاي په تیرو ۴۰ ورځو کې پر دښمن ډیر درانده ګوزارونه کړي دی چې د نړیوالو تاریخي حافظه به ئې تل یادوي . ایران او د مقاومت چورلیز د بشر د ترټولو وحشي دښمنانو په وړاندې دشرافت او انسانیت د نمایندګانو په توګه ، له تاریخي جنګ وروسته دوي ته یو نه هیریدونکی درس ورکړی او د دوي درست سیاسی،پوځي ټيکنالوجیکي او اقتصادي پانګې ، بیخ بینائي تاسیسات، امکانات او ځواکونه ئې داسې سربداله اوتیت پرک کړی دی چې دښمن اوس له دړې وړې کیدا او لالهاندئ سره مخ شوی او د ایران د لوي ملت د ارادې او د مقاومت د شریف چورلیز په مقابل کې له تسلیمیدا پروته بله هیڅ نه ویني.د ایران جنایتکار دښمن په هماغه لومړی ورځ چې دغه ظالمانه جنګ ئې پیل کړ، دا تصوّر کاوه چې په ډیر لنډ وخت کې به پر ایران بشپړ پوځي سلطه ومومي او په یوې اجتمعاي ، سیاسی بې ثباتۍ سره به ایران تسلیم کړي. دوي ګومان کاوه دایران ډرونز او توغندوي حملې به ډيرې زر ختم شي او باؤر ئې نه درلود چې ایران له خپلو پولو ورآخوا او په درستې سیمې کې او له دغو سیمو ورآخوا به دوي ته داسې ځواکمن او غاښ ماتونکی ځواب ورکړل شي . نړیوال خبیث صهیونزم د امریکا نادان ولمسشر قانع کړی ؤ چې دغه جنګ به دایران کار تمام کړي او دوي د بشریّت او انسانیت دغه ترټولو وروستئ مورچه په لیرې کولو سره لهدې وروسته په سړه سینه سره د هرچا په ضد چې ئې وغواړي جنایت ترسره کولی شي. دغه خوبونه ئې لیدل چې قدرمن ایران ټوټه ټوه کړي او ددوي تیل اوشتمنئ به چورتالان کړي اوپه آخر کې به هم ایرانیان په بې ثباتئ ناامنئ او بلواؤ کې د اوږدې مودې لپاره بې یار او مددګار پریږدي او سربداله به خوار شي.
د اعلامیې په بلې برخې کې راغلي دي، د اسلام میړنیو مبارزانو او د دمقاومت په چورلیز کې ددوي شجاع متحدانو سره له دې چې زړونه ئې د خپل شهید امام په شهادت سره زخمی او تکه تکه وو، په خداوندمتعال باندې په تکیې او د شهیدانو د سرور اوسالار په توسل سره ئې فیصله وکړه چې دې ځل به دښمنانو ته یو تاریخي درس ورکوي. د تیرو ټولو جنایتونو غچ به ورڅخه اخلي او داسې شرائط به رامینځةکوي چې دښمن د همیشه لپاره په قدرمن ایران باندې د تیریو خیال له خپلو دماغووباسي او د ایران دلوی ملت په مقابل کې د ذلت او خوارکیدا خوند په ټول وجود سره وڅښکي.
په اعلامیې کې راغلي دي، د ایران لوي ملت ته ځیری ورکوو چې تقریبا د جنګ ټوله موخې پوره شوي دي او د تاسو شجاع اومیړنیو بچیانو دښمن له یوې تاریخي او شرمؤنکي ماتې سره مخ کړی دی . د ایران تاریخی فیصله چې د رهبرۍ په تدبر او د درست ملت په یووالی ،وحدت او یوزړتوب څخه برخمنه ده ،دا ده چې دغه جنګ ترهغه وخته چې لازم وي،دوام ولري څو د ایران د قدرت، سیادت اومقاومت په منل کیدا مشتمل په سیمې کې نوي سیاسی اوامنیتی معادلات راوپنځول شي.
د اعلامیې په پاي کې راغلي دي، په همدې لړ کې د اسلامی انقلاب د معظم لارښودحضرت آیت الله سیدمجتبی خامنه اي دتدبیر او د ملی امنیت دلوړې شورا د تصویبیدا په اساس، او په جنګ کې دایران او مقاومتي چورلیز برلاسي ته په پام سره او له ټولو ادعاګانو سره سره دد ښمن دګواښنو په اعمالیداکې ددښةن بېوسئ ته په توجه سره او دغه راز د ایران د ولس دټولو په حقه غوښتو په رسمي منل کیدا سره فیصله شوې ده، د جزئياتو تر نهايي کیدا لپاره په اسلام اباد کې خبرې اترې وشي،څو په زیاتره پنځلوس ورځو کې په میدان کې د بریالیتوب دجزیئاتو په نهائي کیدا سره، په سیاسی مذاکراتو کې هم تثبیت شي.باید درستولس ځیر ووسي او په صحنې پّ شتون سره د خپلو بریاؤ تر نهائي کیدا پورې شتون ولري او که دښمن کومه تیروتنه اوغلطي وکړي ، نوباید ټول دې په یادولری چې دایران داسلامی جمهوریت دوسلوالو ځواکونو ګوته هماغه شان په ټریګر باندې ده اوبیا به دښمن په هیڅ یوه ځاي کې په آمان کې پاتې نشي او سخته څپيړه به وخوري.
د اعلامیې په پاي کې وئيل شوي دي چې په امریکائي لوری په بشپړ بې اعتمادئ سره به دغه خبرې اترې د جمعې په ورځ د مرغومې دمیاشتې په ۲۱ نیټه دپاکستان په اسلام اباد کې پیل شي او ایران به ددغوخبرو اترو لپاره دوه اونئ وخت بیّل کړي . البته دغه وخت د لورو په موافقې سره د تمدیدیدا وړ دی. ضرورت دی چې بشپړ ملی وحدت وساتل شي او دبریالیتوب جشنونه په قدرت سره دوام ولري . اوسنی خبرې ملی خبرې اترې او د میدان ددوام خبرې دي او ضروري دهدرست ولس شخصیّتونه اوسیاسی ډلې ټپلې دغه بهیر چې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود او دنظام د ترټولو لوړو سویو تر نظر لاندې دي ،اعتماد ولرل شي او ورڅخه بشبړ ملاتړ وکړي او له هر ډول درز اوتفرقه اچونکو څرګندونو ډډه وکړي.که په میدان کې ددښمن تسلیمیدا په خبرواترو کې دپریکنده سیاسی بریا باندې بدله شي، نو اناشاالله یوځاي به لوي جشن لمانځو اوکه داسې نه وي ،نو په میدان کې دایران د ملت ترټولو غوښتو پوره کیدا پورې مټ په مټ جنګیږو، د مونږ ګوته په ټریګر باندې ده او که چیرې ترټولوکوچنئ تیروتنه هم وکړينوپه بشپړ قدرت سره ورته ځواب ورکړو.
https://iqna.ir/fa/news/4345108