
ایکنانیوز د ایرنا له قوله راپور راکړ، داسلامی انقلاب د شهید قاید او د مقاومتی جبهې او جهاد او ایمان د سمبول نه ستړیکیدونکي مجاهد حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د شهادت څلویښت ورځې تیریږي، د خدای د روح صالح بنده چې د څه دپاسه اوه دیرش کلونو پورې ئې د اسلام د اتلوالې جبهې حقیقی بیرغ پورته کړې او ځيره او هوښیاره اوحکیمانه رهبري ئې په غاړه درلوده او په شجاعت او مثالي انداز او خپل کلک او سوچه ایمان سره د اسلام په تاریخ کې د حکمرانئ یو نوی اوماډرن سپرکی نندارې ته وړاندې کړ او د خپل مبارک حیات تر وروستیو او د طاغوت او استکبار او کفر په وړاندې خپل تاریخ جوړونکي ژوند تر وروستیوشیبو پورې داسلامی امت رهبري په غاړه درلوده.
البته د تیر کال د کب د میاشتې په لسمه نیټه په داسې حال کې چې په خوله ئې روژه وه، د قرآن کریم په تلاؤت بوخت ؤ، دخپل کار په دفتر کې د جنایتکارې امریکا او وحشي صهیونیسټي رژیم په ناڅاپي او غیر قانوني وحشی ډوله یرغل کې له خپلې کورنئ او یو شمیر اړونده مسئولانو سره یوځاي شهید شو او نن ئې دڅلویښتئ یا اربعین ورځ ده چې درست ایران ئې په ویر کې یا حسین یاحسین او یا زینب یازینب او لبیک یامهدي چغې پورته کوي.
باید ووئيل شي، د شهید لارښود د اربعین دستورې له پرون شپې راهسې په درست ایران کې پیل شوي او تتر نن ماښام اتو بجو پورې به دوام ولري او دا په داسې حال کې دي چې د ایران شجاع اومیړني ملت په تیرو څلویښتوورځو کې په واټونو کې د شپې مهال په بشپړ شتون سره د کفر او الهاد ااو جنایتکارو په ضد د جبهې په لومړئ کرښې کې د خپلو شجاع اومیړنیو بچیانو په بشتیبانئ کې لبیک وئيلی او د الله اکبرچغې ئې پورته کړې چې دغه بهیر هماغه راز دوام لري.



https://www.irna.ir/news/86122958