
ایکنانیوز د سی این این له قوله راپور راکړ، ډونالډټرمپ د چارشنبې سهار وختي په خپل ټولنیز چینل ؛ټروت سوشل؛ چینل کې په یوه پیغام کې لیکلي دي ، د نړئ د سولې لپاره یوه لویه ورځ؛ ایران غواړي دغه پيښه رامینځةشي، نوره بس ده، نوره هم همدغه شان!
د امریکا ولسمشر مدعی شوی متحده ایالات به په هرمز تنګي کې د تګ راتګ له زیاتیدا سره مرسته وکړي. ډير مثبت اقدامات به رامینځةشي! ډيرې پیسې به ترلاسه شي، ایران د بیا رغونې بهیر پيلولی شي.
ټرمپ دغه راز ادعا وکړه ، د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف ااو د پوځ ل له ستر قوماندان فیلډمارشل عاصم منیر سره دخبرو اترو په اساس چې په هغو کې له ما غوښتل شوي دایران په ضد د نن شپې لپاره په نظر کې نیول شوی ویجاړونکی قدرت باندې بیا کتنه وکړم ، په دې شرط چې د ایران اسلامی جمهوریت په پشپړ ډول او فوری دهرمز تنګي له پرانسیتو سره موافقه وکړي . زه موافقه کوم په ایران باندې بمباري اوا یرغلونه تر دوواونیو پورې وځنډوم. دا اور بند به یو طرفه نه وي.
داپه داسې حال کې دی چې ټرمپ د ایران د لس ماده ایز وړاندیز په منلو سره وئيلي دي؛ مونږ له ایرانه یولس ماده ایز وړاندیز ترلاسه کړی دی باوري یوو چې دا د خبرواترو لپاره یوعملی اساس شي.
https://iqna.ir/fa/news/4345127