IQNA

د ایران مرکچي پلاوي په اسلام اباد کې له پاکستانیو چارواکو سره ولیدل

15:35 - April 11, 2026
د خبر لمبر: 3492656
ایکنا -  د ایران د مرکچي پلاوی مشرمحمد باقر قالیباف  اسلام آباد هوائي ډګر ته د رسیدا په وخت په زغرده ووئيل، ښه نیّت لرو ځو اعتماد نه لرو، له امریکایانو سره د مونږ د مذاکراتو تجروبه همیشه له ناکامئ او بد عهدئ سره مخ شوي  ده.

ایکنا نیوز راپور راکوي، د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف  چې د اسلام اباد خبرواترو لپاره  دغه ښار ته له لوړپوړي پلاوي سره رسیدلی ،په هوائي ډګر کې ئې  په زغرده وئيلي دي،په ښه نیّت سره راغلي یوو ،خو هیڅکله هم په بدعهد او ژمنه ماتونکو باندې اعتماد نه لرو. که د مونږ وارمخکې شرطونه ومنی نو له دې وروسته به خبرې اترې هم پیل کړو.

 راپور ښئ چې  د پاکستان د  پلازمینې  په نور خان هوائي ډګر کې د پاکستان مرستیال لومړی وزیر اسحاق ډار او ددغه هیواد پوځ مشر قوماندان فیلډ مارشل عاصم منیر د ایراني پلاوي تود هرکلی وکړ او د ګلونو ګیډئ  ورته ډالئ کړئ شوې.

هیئت ایرانی به ریاست قالیباف وارد اسلام‌آباد پاکستان شد

د ایران د مرکچي پلاوي مشر ښاغلي قالیباف اسلام اباد ته په رسیدا سره د  امریکا د  مرستیال ولسمشر ډي جي ونس د وروستیو څرګندونو په باب د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې ووئيل؛ له بده مرغه  امریکایانو سره  د مونږ د  خبرواترو څخه تجروبه همیشه ناکامه  او بد عهدیو سره مخ شوې  ده ،له یوه کاله په کمې مودې کې  دوه ځله  دخبرواترو په مینځ کې ، د ایراني لوري له ښه نیّت سره سره ئې پر مونږ حمله وکړه و ډير زیات جنګي جنایتونه ئې وکړل.مونږ په ښه نیّت راغلي یوو ،خو هیڅکله هم اعتماد نه لرو. هغه په زغرده ووئيل ؛ که امریکائي لوری د حقیقي موافقې  او د ایران دملت د حقوقو ورکولو ته تیار وي، نو مونږ به  دموافقې لپاره تیار ووسو، خوپه اوسني جنګ کې مو دوي ته وښودله چې که وغواړي  له مذاکراتو  د یوه بې ګټې نمایش داجرا او د دوکه ورکونکو عملیاتو  لپاره استفاده وکړي، نو مونږ تیار یوو، په خداوندمتعال باندې په ایمان او د خپل ملت په قدرت اوتوان سره  خپل حقوق ترلاسه کړو.   

 له ښاغلی قالیباف  سره په دغه پلاوي  کې امنیتی ،سیاسی ،پوځي ، اقتصادي او حقوقي شخصیتونه شامل دي، په داسې بڼه  کې  چې  مقابل لوری  د خبرواترو  لپاره د ایران وارمخکې شرطونه  ومني ،نو دغه خبرې اترې  پیلیږي.

د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر عباس عراقچي ، ددفاعي  شورا منشی  علی  اکبر احمدیان ، د مرکزی بانک مشرعبدالناصر همتي  او د پارلیمان ځيني استازی له ښاغلي قالیباف سره په دغه سفر کې ملګرتیا کوي.

راپورونه ښئ چې  د  امریکا د ترهه ګر حکومت  د مشر مرستیال جي ډي ونس  هم  له سټيو ویټکاف او جرالډ کوشنرپشمول له درې سوه کسیز پلاوي سره په اسلام اباد کې موجود دی.

وروستي خبرونه ښئ چې د محمد باقر قالیباف په مشرئ د ایران مرکچي پلاوي په اسلام اباد کې د پاکستان له لومړی وزیر شهباز شریف سره هم لیده کاته کړي دي.

هیئت ایرانی به ریاست قالیباف وارد اسلام‌آباد پاکستان شد

د خپل په دفاع کې د ایران د اسلامی جمهوریت د وسلوالو ځواکو ویاړمن قدرت نندارې ته  له وړاندې کولو او  د ایران د شجاع او میړني ولس  په میدان کې له حیرانونکي شتون وروسته ،امریکا او وحشي صهیونیسټي رژيم  له ۴۰ ورځنی وحشیتوب او جنایتونو وروسته  او د خپلو اعلان شوو حتی یوې موخې ته هم په رسیدا کې په ناکامئ پسې  د اور بند وړاندیز ته مجبوره شول او امریکا هم د خبرواترو  غوښته وکړه.

د ایران اسلامی جمهوریت دوه اونیز اور بند منلی دی ،خو ټينګار ئې کړی دی، چې که  موافقه د ایران او د مقاومتی چورلیز د رضایت وړ نه وه، او نښتې بیا پيل شي، نو  دې ځل با  په سیمې کې د امریکا  او اسرائيلو پوځي او اقتصادي مرکزونه او اډې  به په اور کې وسوځوي .  

https://iqna.ir/fa/news/4345712

captcha