IQNA

چین د هرمز تنګي پشمول د ایران د حاکمیت او امنیت د درناوي غوښتنه وکړه

16:47 - April 16, 2026
د خبر لمبر: 3492675
ایکنا- د چین د خارجه وزارت ویندوي پخپل ایکس چینل کې لیکلي دي، د هرمز تنګي په شمول دایران د حاکمیّت او امنیت او ثبات  دې وساتل شي او ټول باید دنړیوالو قوانینو په اساس عمل  وکړي.

ایکنانیوز  د الجزیره له قوله راپور راکوي، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوي  لی جیان ټینګار کړی چې د ایران خپلواکي او امنیت باید درناوی او ساتنه یې وشي.

 داپه داسې حال کې دي چې د چین د بهرنیو  چارو د  وزارت   ویاند ووئیل  د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي له خپل ایراني سیال سید عباس عراقچي سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

ددغې اعلامیې په اساس  د جین خارجه وزیر وانګ یی وئيلي دي،  د سولې لپاره یوه کړکئ په خلاصیدا  ده  او د هرمز تنګي  د یوه ساحلی هیواد په توګه  د ایران حقوق او امنیت باید محترم  وشمیرل  او محافظت ئې وشي. په عین حال کې  د هرمز تنګي له لارې دې  د نړیوال سمندري تګ راتګ آزادي  هم تضمین شي  او  د دغه تنګي له لارې د  عادي ټرانزیټ  لپاره هڅې  یوه نړیواله  غوښته ده .

په د غو  خبرو کې چین د اوربند او سوله‌ییزو مذاکراتو ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې د منځني ختیځ د سولې لپاره د څلور ټکو پلان عملي کولو ته چمتو دی.

چین همدارنګه څرګنده کړې چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره به فعاله ونډه واخلي.

https://iqna.ir/fa/news/4346755

captcha