
ایکنانیوز د ایرنا له قوله راپور راکوي، د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د ف څانګې مشر «مولانا فضل الرحمان»، د ایران پر وړاندې په ځانګړي ډول د ایران او امریکا ترمنځ د روانو خبرو په اړه، د ډونالډ ټرمپ د ډیپلوماتیکو اخلاقو خلاف کړنې وغندلې او زیاته یې کړه: هغه څوک چې ځان د یوه ځواکمن هېواد مشر بولي، د ډیپلماسۍ ژبه نه پېژني او چلند ئې له یوه زورواکي څخه هم بدتره دی.
مولانا فضل الرحمان ټرمپ ته په خطاب کې وویل: دا کوم اخلاق او کوم مذاکرات دي چې که خپلې خوښې پایلې ته ونه رسېدې، ستا چلند له یوه زورواکي څخه هم بدتره شي؟ هغه ټینګار وکړ: ټرمپ باید لومړی د ډیپلماسۍ او خبرو اترو اصول زده کړي، نه دا چې ایران ته د تیلي سرچینو او زیربناوو د ویجاړولو ګواښ وکړي.
له بلې خوا، د NBC او د سروې منکي «Survey Monkey» موسیسې په نوې نظرپوښتنه کې، د انفلاسیون او د ژوند لګښتونو د مدیریت په برخه کې د ټرمپ محبوبیت یوازې ۳۲ سلنه ښودل شوی، چې د تېر کال د شاوخوا ۴۰ سلنې په پرتله کم شوی او نږدې نیمایي امریکایان اوس په دې برخه کې د هغه له کړنو سخت ناخوښه دي.
https://www.irna.ir/news/86131999