
ایکنانیوز د فائیو پلرز له قوله راپور راکړ، د انګلستان د مسلمانانو د ټولنې، مدني ارګانونو او د دغه هیواد د پارلیمان د یوشمیر استازو پراخ غبرګون د کورنیو چارو وزارت اړباسه چې په راتلونکې می میاشت کښې د اسرائیلو د رژيم د ملاتړې ښي پالې تندلارې ډلې په غونډه کښې د وینا لپاره انګلستان ته د اسلام ضده صهیونیسټي فعالې والنټینا ګومز د ورتګ مخنیو وکړي.
ولنټینا ګومز له ټکساس ایالت څخه د امریکې د کانګرس په انتخاباتو کښې د ریپبلکن ګوند د کاندیدې په توګه د ناکامې هڅې په دوران کښې د قرآن کریم د سوزولو او د دغه سپک او کرکه اچوونکي اقدام د ویډیو د شریکولو په وجه په خبرونو کښې مشهوره شوه.
هغې له دغه کار وروسته په ایکس ټولنیزه شبکه کښې لیکلي وو چې انګلستان ته یې د سفر لپاره الیکټرانک مجوز ETA) ترلاسه کړی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4347773