IQNA

د عمان په نړیوال کنفرانس کې د قرآڼ په انسان جوړونکي رول ټينګار شوی

18:13 - April 22, 2026
د خبر لمبر: 3492691
ایکنا-  دعمان  د قرآن د نړیوال کنفرانس  ویناوالو په اوسمهاله دوران کې د قرآن کریم د  انسان جوړونکي ظرفیّت څخه د مسلمانانو د استفادې پر  اهمیّت ټينګار وکړ.

ایکنانیوز د ټایمز آف عمان له قوله راپور راکړ، د ؛قرآن او انسان جوړونې ؛ په نامې سره نړیوال کنفرانس  د عمان په مسقط ښار کې پيل شو. او تر پرون پورې ئې دوام درلود.

دغه دوه ورځنی کنفرانس د وګړو په اخلاقی او فکری  ودې کې  او د هویّت ، ارزښتونو  او پر زده  کړې مشتمل په ښه انساني راتلونکي کې  ئې د هغو په ظرفیّت کارونې کې د قرآن کریم د رول د ارزونې په موخې سره ترسره شو.

 په دغه کنفرانس کې  چې  د مسقط په ؛سلطان قابوس پوهنتون کې ترسره شو،د عمان  د سلطنت  له داخل اوبهره د اسلامی فقې او قرآنی علومو  یو شمیر متخصصانو  ګډون وکړ.

ددغه کنفرانس یوه وینال د عمان ستر مفتی شیخ احمد بن  حمد الخلیلي پخپلې وینا کې روښانه کړه،د تاریخ ترټولو لویه پیښه ددغه مقدس کتاب نزول دی چې د انسانانو د ژوند لاره روښانه کړې  او  دهغوی ذهنونه ئې بیدار  کړي دي.

هغه په دوام کې ووئيل، قرآن کریم هماغه شان چې خداوندمتعال ئې صفت کړی دی، ؛د بشر هدایت او د فرقان او هدایت روښانه دلیل دی  او هماغه شان چې خدای تعالی فرمائيلي دي؛ په حقیقت کې دغه قرآن  په هغه څه چې  تل پاتې دي ، هدایت کوي، او بیا فرمائي؛ او مونږ په قرآن کې هغه څه چې  دمومنانو لپاره شفا او رحمت دي ، نازلوو.::

د عمان لوي مفتي له مسلمانانو غوښتي چې   دبشریّت بیلګه ووسی او په قرآن کریم کې ژور غور او فکر  او هڅه وکړي، څو  هغه حقایق چې د ابهام په پرَدې کې باقي پاتې دي ، کشف شي.

همداراز د  عمان د امام جابر بن زید  د اوقافو دبنیاد دهیّت مدیره  مشر خلیل بن احمد الخلیلي پخپلې وینا کې ووئيل؛ ددغه  کنفرانس هدف، د  انسان پر ودې  د قرآڼ د  اغیزو او له هغه خالق سره  ئې ارتباط چې  انسان ددې جوګه کوي څو  پر مځکې د مدیریّت  د مسئولیّت غوره  کسان ووسي.

 هغه ووئيل،چې  نننی بشریّت  له الهي وحي څخه  لیرې په فکري کړچارونو کې  له سربدالۍ او حیرانتیا کې ژوند کوي، بې شکه له دغه ترینګلي واقعیّت څخه د وتلو لاره، هغه قرآنی قطب نما ته بیرته ستنیدا د ه چې  د روح او جسم ترمینځ محقق کوي،  انساني کرامت خوندي ساتي او  امت هم پياوړی کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4347743

captcha