IQNA

  د پوځ او سپاه یووالی د ملي امنیت د ټینګښت لپاره ستراتیژیکه پانګه ده

18:29 - April 22, 2026
د خبر لمبر: 3492693
ایکنا-  د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ عمومی  قوماندان د سپاه پاسداران د تاسیس د کلیزې په مناسبت په خپل پیغام کې لیکلي چې د پوځ او سپاه یووالی د ایران د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې او د ملي امنیت د ټینګښت لپاره سټراتیژیکه پانګه ده.

ایکنانیوز د ایرنا له قوله راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ  د عمومی قوماندان امیر جنرال  «امیر حاتمي» په پیغام کې راغلي: د غوا ي دمیاشتې دویمه (۲ اردیبهشت) د سپاه پاسداران د تاسیس کلیزه ده، دا د اسلامي انقلاب یو مبارک زیږون دی او د انقلاب د بنسټګر امام خمیني (رح) د لرلید پایله ده، چې له پیله تر اوسه،  تل د دغه هېواد د دښمنانو پر وړاندې د یوه ټینګ سنګر په توګه عمل کړی دی.

هغه ټینګار وکړ: د سپاه پاسدارانو ویاړمنه کارنامه له هغو روښانه قربانیو او سرښندنو ډکه ده چې د اسلامي انقلاب د لاسته راوړنو د ساتنې او په بېلابېلو دفاعي او امنیتي برخو کې د اغېزشیندونکي شتون  لپاره ترسره شوې دي، چې دا د دې ځواک د ژمنتیا، بصیرت او تلپاتې چمتووالي څرګند ثبوت دی.

د ایران د وسلوال پوځ عمومی قوماندان زیاته کړه: د سپاه پاسداران ځواکمن رول د اته کلنې دفاعي جګړې او وروستیو تپلو جګړو کې د امریکائي –صهیونیسيي رژیم پر وړاندې، د دغه ځواک د وړتیا، هوښیارۍ او جهادي روحیې ښکاره بېلګه ده او یو ځل بیا ئې د ایران دفاعي ځواک نړۍ ته وښود.

سردار  حاتمي وویل: بې‌شکه د ایران د وسله‌والو ځواکونو یووالی، په تیره بیا د ایران د اسلامي جمهوریت زړور پوځ او ځواکمن سپاه پاسداران، د ملت له هر اړخیز ملاتړ سره یو ځای، د لوی درستیز تر قوماندې لاندې او د  اسلامی انقلاب د رهبر  له لارښوونو سره سم، د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې تضمین دی او د ملي امنیت، ثبات او پرمختګ لپاره یوه ستراتیژیکه پانګه ګڼل کېږي.

هغه ټینګار وکړ: اوس چې زموږ هېواد او ملت د تر ټولو ظالمو دښمنانو  له حملو سره مخ دی ،مونږ به د وینې تر وروستي څاڅکي  پورې یو ځای مبارزه وکړو او وروستۍ بریا به ترلاسه کړو.

https://www.irna.ir/news/86134357

captcha