
محمد علی جین له ایکنانیوز سره په خصوصي خبرو کې د مقاومت د جبهې په هنري دفاع کې د هنر د رول په پاب څو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
د جبین د وعده ورکړل شوی اثر یا البم ښئ چې د مقاومت چورلیزیوازې د سیاست په میدان او پوځي ډګر کې شتون نه لري، بلکې د قرآنی هنر او د الهام بخښونکي تلاؤت په میدان کې هم د حقیقت په دفاع بوخت دی.هغه له تلاؤت او دیني موسیقئ او مداحئڅخه د تحریف شوي او بې روحه تلاؤت په وړاندې د معنوي وسلې په توګه یادوي اووائي؛ قرآن باید په ایمان سره ولوستل شي نه د تنخواه یا اجر په غوښتې سره.
هغه له ایکنانیوز سره په خبرو اترو کې ددې خبرې په کولو سره ووئيل؛ شک نشته چې په امریکا او اسرائيلو کې د اسلام دښمنان، کفار، صهیونیسټان او مشرکان دایما، په ایران،لبنان او یمن کې د تیریو او بې عدالتیو په وړاندې د ایران په اسلامی جمهوریت او مقاومتی جبهې کې په اسلامی مقاومتی چورلیز حملې کوي.
محمد علی جین په ایران باندې په حملې کې چې د اسلام او مسلمانانو او د اسلامی مقدسو ځایونو په ضد د بې عدالتۍ ،ظلم او تیریو په وړاندې کلک مقاومت کوي، دکویت د یوه ظاهري قاري مشاری العفاسی ښکاره ګستاخي په سخته محکومه کړې او وئيلي ئې دي،په نړئ کې هیو یو هیواد د ایران د اسلامی جمهوریت په شان د بې عدالتۍ اوتیریو په وړاندې مقاومت نه کوي اودغه لوي هیواد به په رهبرانو،مجاهدینو او پخپلې کلکې دریدا سره ترقیامت ورځې پورې ټینګ ودریږي.
هغه ټينګار کړی دی، شکه نشته ، هغه څه چې دغه قاری ترسره کړي دي، په دغه تعبیر سره مهشوریږي چې ؛ کله کله د قرآنی تلاؤت کونکي باندې چې قرآن پر هغه لعنت کوي؛، مونږ دخداوندمتعال په درګاه کې له دغه بې شرمه او سپير اقدام څخه برائت څرګندوو؛هغه چلند چې که د داسې کوم شي نښه وي، نو، ددغه قاری په زړه کې د پوهې ، ایمان او ددین کمی دی::
د مصر ددینی موسیقئ او غږ دغه استاد توضیح ورکړې چې دغه شان ائيډیاوې اوباؤرونه چې ددغه قاری په وسیله مطرح کیږی، په عمومي افکارو باندې منفی اغیزې شیندي او مسلمانان له صراط مستقیم څخه او د امریکا، دهغې متحدانو او اسرائيلو له بې عدالتۍ، تیریو او استبداد سره دمقابلې له لارې منحرف کوي. پر دې اساس ، د قرآنی حافظانو ،قاریانو او فعالانو په توګه د مونږ دنده دا ده چې په سم نظر سره ددغه قاری له انحراف سره مقابله وکړو او هغه ته ووایو ؛ ډيره ناخوښه عقیده لرې،اسلامی مقاومت زنده باد، د ایران د اسلامی جمهوریت ، لبنان او یمن مبارزان زنده باد.:::
د مصر دریډیو اوټيلیویژن دغه لوړپوړي موسیقي پوه او مداح په دوام کې ووئيل؛ مونږ په مصر کې ددغه قاری او د هغه له عقایدو سره هیڅ ګروهنه نه لرو . هغه دغه راز ووئيل؛ شهید رهبر امام خامنه اي(قدس سره) همیشه مصر او د مصر خلک، د له اهل بیت علیهم السلام سره ددوي د عشق په خاطر ستایل. د مصر خلک د خداي د رسول (ص) له کورنئ سره خاص عشق او وفاداري به خاطر مشهور دي. مصر او د هغه قدرمن ولس تل بې عدالتي او تیري رد کړي دي. د ایران په اسلامی جمهوریت باندې د تیریو له هماغه پیل راهسې درست مصریان په ایران کې د خپلو وروڼو او مبارزانو تر شا کلک ولاړ دي.
د قرآن دغه نړیوال قاری په پاي کې ووئيل؛ زه ستاسو ورور محمد علی جبین تیار یم ، دغه ادعا کونکي قاری مشاري راشد العفاسی ته په ځواب کې یوه حماسی مداحي او موسیقي جوړه کړم. ان شاالله ډير زر به له دغه فاسد نظر له دغې بې بنسټه عقیدې او د ایران د اسلامی جمهوریت له مبارزو اوصبور ولس باندې له دغو یرغلونو سره د مقابلې لپاره یو اثر یا البم وړاندې کړم .
https://iqna.ir/fa/news/4348425