IQNA

له ګاونډیو هېوادونو څخه ۵۵۱۳ افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي

14:10 - May 02, 2026
د خبر لمبر: 3492715
ایکنا -د ملګرو ملتونو د بشري مېشت‌ځایونو پروګرام په وینا، د دې ستر شمېر راستنېدو له امله د افغانستان نفوس نږدې ۱۰سلنه زیات شوی چې دا د هېواد پر اقتصادي، ټولنیزو او خدماتي سکتورونو باندې پراخ فشارونه اچوي.

ایکنا -نیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو افغانانو لړۍ روانه ده چې نن شنبه، د غويي په ۱۲مه، ۵۵۱۳ افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

ویل کېږي چې په  دوي  کې له زرو څخه زیاتې کورنۍ شاملې دي.له دې وړاندې هم شاوخوا ۸۰۰ کورنۍ په تېرو دوو ورځو کې افغانستان ته ستنې شوې وې چې دا د بېرته راستنېدو د دوامداره بهیر ښکارندویي کوي. د ملګروملتونو د معلوماتو له مخې، یوازې ۱۱سلنه راستنېدونکي کار لري.همدارنګه، ملګروملتونو ویلي چې په ۲۰۲۵کال کې له ایران او پاکستان څخه شاوخوا ۲.۸ میلیونه افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.د ملګرو ملتونو د بشري مېشت‌ځایونو پروګرام په وینا، د دې ستر شمېر راستنېدو له امله د افغانستان نفوس نږدې ۱۰سلنه زیات شوی چې دا د هېواد پر اقتصادي، ټولنیزو او خدماتي سکتورونو باندې پراخ فشارونه اچوي. کارپوهان وايي چې د کډوالو دا چټک او پراخ بېرته راستنېدل به د کارموندنې، هستوګنې، روغتیا او زده‌کړو په برخو کې جدي ننګونې رامنځته کړي او د دې وضعیت د مدیریت لپاره لا ډېرو همغږو هڅو ته اړتیا ده.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i172434

captcha