IQNA

دعربستان  چارواکو وئیلي؛ د زیارتي ویزو لرونکي د حج اجازت نه لري

10:56 - May 03, 2026
د خبر لمبر: 3492717
ایکنا -د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې  کې  ټینګار کړی چې هېڅ ډول زیارتي ویزه  لرونکي کس  ته د حج د فریضې د ادا کولو اجازت نه ورکوي.

د ایکنا د راپور له مخې چې له اخبار ۲۴ ئې نقل کړی، دغه وزارت ویلي چې د حج لپاره رسمي او قانوني جواز ترلاسه کول یو اساسي شرط دی.

همدارنګه د سعودي د کورنیو چارو وزارت له ټولو خلکو وغوښتل چې د سږني حج  مناسک لارښوونې مراعات کړي او له اړوندو ادارو سره ملګرتیا وکړي، څو د خدای د مېلمنو امنیت او روغتیا خوندي شي. همدارنګه ئې خبرداری ورکړی چې د دغو اصولو سرغړونه به قانوني سزا ولري.

 د عربستان د کورنیو  چارو وزارت له خپلو وګړو او د حج له ټولو ګډونوالو وغوښتل چې د سرغړونکو په راپور ورکولو کې فعاله ونډه واخلي او ورته پېښې د ۹۱۱ شمېرې له لارې په مکې، مدینې، ریاض او ختیځو سیمو کې، او د ۹۹۹ شمېرې له لارې په نورو سیمو کې راپور کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4349758

captcha