
د ایکنا راپور سره سم، د عربستان حج وزارت ویلي چې دا اقدام د زیارت کونکو د حرکت تنظیمولو، د خلکو د زیاتوالي مدیریت زیاتولو او د ساحوي پریکړو لپاره د دقیق او آن لاین معلوماتو پراساس ترسره کېږي.
د حج وزارت وویل چې دغه نوښت د "نسک" کارت د اداري او تخنیکي وسیلې په توګه، د زیارت کونکو د هویت پېژندلو، د خدمتونو ترلاسه کولو او د تایید شویو طریقو له لارې د لاسرسي لپاره اړین دی. دا کارډ له هر یوه همغږي پلیټ فارم سره وصل دی، چې د مقدس ځایونو ته د داخلېدو په مدیریت کې مرسته کوي.
ددغه وزارت په اعلامیې کې یادونه شوې چې دغه کارډ هم په کاغذي او هم په ډیجیټل بڼه د زیارت کونکو لپاره د خدمتونو او معلوماتو لاسرسی ممکن کوي. دا امر د ډیجیټل حلونو پراختیا، د ځواب ویلو چټکتیا او د حج د خدماتو په وړاندې کولو کې د کارندوالي په زیاتولو کې مرسته کوي.
همداراز د "نسک"کارډ د زیارت کونکو او حاجیانو د ځاي په ځآي کولو له منظمولو سره هم مرسته کوي، ځکه چې عملیاتي ډلې د زیارت کونکو معلومات دقیقاً پیژندلی شي. دا عمل د حرکت بهیر اسانه کوي، د ورکېدو مخنیوی کوي، او د کیمپونو او ټرانسپورټي وسایلو ته د داخلېدو تنظیمولو لپاره کار کوي.
د عربستان د چارواکو په وینا،د نورو هیوادونو په حاجیانو او زیارت کونکو کې د "نسک" کارډ ویشل مخکې له دې چې هغوی عربستان ته وارد شي، د سفر وړاندې تیاری، حرکت تنظیم او د مقدس ځایونو ته د واریدیدا څارنې لپاره د یو یو ګډ سیسټم برخې په توګه مرسته کوي.
د عربستان د حج وزارت په اعلامیې کې له حاجیانو او زیارت کونکو څخه غوښتنه شوې چې د "نسک" کارډ په خپل لاس کې ولري او په ټولو مرحلو کې ئې وکاروي. دغه کارت د مکې مکرمې، مسجد الحرام، مقدس ځایونو او روضه شریفې ته د واریدیدا لپاره یو مهم شرط دی او د هویت په تاییدولو او د حرکت په تنظیمولو کې مرسته کوي، چې د زیارت کونکو امنیت زیاتوي او د خدماتو کیفیت ته وده ورکوي.
د ۱۴۴۶ قمری کال د حج په موسم کې له ۱.۶ میلیون کاردونو زیات ویشل شوي دي، او د کارکوونکو لپاره هم تر ۹۰ زره کارډونو پورې ورکړل شوي دي. دا هڅې د حج وزارت د اداري او ډیجیټل خدماتو د پراختیا لپاره یوه برخه ده.
https://iqna.ir/fa/news/4350091