
ایکناینوز د فلسطین د اطلاعاتي مرکز له قوله راپورراکړ، دغې نړیوالې ادارې د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې (۱۳ غویي) په مناسبت په «ایکس» (پخوانی ټویټر) ټولنیز چینل کې لیکلي: د غزې تړانګه د خبریالانو لپاره په ټولې نړۍ کې تر ټولو خطرناک ځای دی.»
د ملګرو ملتو د بشري حقوقو کمېشنرۍ له ټولو هېوادونو وغوښتل چې د رسنیو د فعالانو د خوندیتوب لپاره یوازې په غندنو او یا د همدردۍ په څرګندونو بسنه ونه کړي، بلکې عملي ګامونه پورته کړي.
دغې کمېشنرۍ د حساب ورکونې د میکانیزمونو پر جوړولو، د خبریالانو فزیکي ساتنې او همدارنګه غزې ته د نړیوالو رسنیو د ازاد او خپلواک لاسرسي پر برابرولو ټینګار وکړ.
په همدې تړاو، د ملګرو ملتو د بشري حقوقو عالي کمېشنر، فولکر تورک، د اوسني وضعیت په کلکه نیوکه وکړه او وې ویل: «په غزه کې د اسراییلو جګړه د رسنیو لپاره په مرګوني لومې بدله شوې ده.»
هغه زیاته کړه چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې د جګړو له پیل څخه تر اوسه پورې، د هغه دفتر د نږدې ۳۰۰ خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو وژل کېدل تایید کړي دي. تورک همدارنګه وویل چې د ټپیانو شمېر له رسمي احصایو څخه ډېر لوړ دی.
https://iqna.ir/fa/news/4350302