IQNA

د ملایشیا د لومړي وزیر مرستیال د اسلامي زده‌کړو د ملي تعلیمي نظام برخه کېدو غوښتنه وکړه

15:53 - May 10, 2026
د خبر لمبر: 3492749
ایکنا- د ملایشیا د لومړي وزیر مرستیال په خپلو خبرو کې وغوښتل چې اسلامي زده‌کړې او اخلاقي ارزښتونه دې د هېواد په ملي تعلیمي سیستم کې ورځاي  شي.

د ایکنا د راپور له مخې، چې د «اخبار الشیعه» له قوله خپور شوی، د ملایشیا د لومړي وزیر مرستیال، داتوک سری احمد زاهد حمیدي، د ملي تعلیمي نظام په چوکاټ کې د اسلامي زده‌کړو او اخلاقي ارزښتونو د شتون د پیاوړتیا غوښتنه وکړه او ټینګار ئې وکړ چې دیني زده‌کړې او د شخصیت روزنه باید فرعي لارې ونه ګڼل شي.

د هغه څرګندونې د ملایشیا په پلازمېنې کوالالامپور کې د یوې تعلیمي غونډې پر مهال وشوې. په دې کنفرانس کې د ملایشیا د لومړي وزیر مرستیال د داسې بشپړ نسل د روزنې پر اهمیت ټینګار وکړ چې علمي برتري له اخلاقي ژمنتیا سره یوځای کړي، څو یوه متوازنه ټولنه رامنځته شي او راتلونکو ننګونو ته د مقابلې توان ولري.

هغه څرګنده کړه چې موخه یوازې د قرآن د حافظانو روزل نه دي، بلکې په بېلابېلو برخو لکه انجینرینګ، طب، ټیکنالوژۍ  او سوداګرۍ کې د مسلکي وړتیاوو رامینځته کول هم پکې شامل دي، او همدارنګه د راتلونکو رهبرانو روزنه چې پياوړي اخلاقي لیدلوری ولري.

د ملایشیا د لومړي وزیر مرستیال زیاته کړه چې د دیني او عصري زده‌کړو یوځای کول په ټولنې کې ارزښتي نظام پیاوړی کوي او داسې تعلیمي تګلاره رامنځته کوي چې علمي پوهه له اخلاقي ودې سره متوازنه وساتي.

هغه د خپلو خبرو په بلې برخې کې ټینګار وکړ چې هیله لري راتلونکي مشران دې هم علمي وړتیا ولري او هم دیني ژمنتیا.

https://iqna.ir/fa/news/4350923

captcha