
ایکنانیوز راپور راکړی، د احمدرضا رضوي زراره له خوا، د هند د علماوو د مجلس د قم څانګې مسئول په یوه یاددښت کې لیکلي دي،قرآن کریم یوازې د بشري ټولنې د هدایت کتاب نه دی، بلکې د ژوند یو بشپړ نظام هم دی. دا کتاب د هغو مؤمنو شخصیتونو ځانګړنې بیانوي چې یوه صالحه ټولنه جوړوي. له دغو لوړو ځانګړنو څخه یوه د فتح سورې په ۲۹ آیت کې داسې بیان شوې ده:
«محمد رسول الله و الذین معه اشداء علی الکفار رحماء بینهم»
(محمد [ص] د الله رسول دی، او هغه کسان چې له ده سره دي، پر کافرانو سخت او په خپل مینځ کې مهربانه دي.)
د اسلام په تاریخ کې داسې شخصیتونه تېر شوي دي چې د دې آیت معنا ئې په خپل ټول ژوند کې مجسَمه کړې ده. د اسلامی انقلاب د معظم رهبر شخصیت د همدې قرآني معیار یو روښانه بېلګه وه. د هغه په مبارک ژوند کې شفقت او قاطعیت، مینه او استقامت، صبر او زړورتیا په ډېر ښکلي توازن سره یو ځای شوي وو.
د مؤمنانو لپاره د رحمت نښه
د اسلامی انقلاب د معظم رهبر امام خامنه اي د شخصیت لومړنی او تر ټولو څرګند اړخ د امت لپاره د هغه نرم زړهتوب او ژوره مینه وه. هغه امت یوازې یوه سیاسي یا ټولنیزه ډله نه ګڼله، بلکې یوه ستره کورنۍ ئې بلله.
د هغه په خبرو کې د مینې خوشبوي، په لهجې کې پلارنۍ مهرباني، او په چلند کې اخلاص له ورایه څرګندېده. له علماوو، محصلینو، ځوانانو، مبارزینو او بېوزلو خلکو سره د هغه خواخوږي دومره روښانه وه چې هر چا به د هغه ترڅنګ د امن او محبت احساس کاوه.
په ډېرو مواردو کې هغه ځوانان امید، پر ځان باور او دیني بصیرت ته بلل. هغه باور درلود چې د امت اصلي پانګه بیدار او مؤمن ځوانان دي. له همدې امله ئې د هغوی روزنه او هدایت خپل مسئولیت ګاڼه.
د معظم رهبر په وینا، د اسلامي ټولنې بنسټ باید پر محبت، ورورولۍ او متقابلې همکارۍ ولاړ وي. هغه امت ته د اختلافاتو او تفرقې څخه د ځان د ساتلو سپارښتنه کوله او تل ئې پر اسلامي وحدت ټینګار درلود. همدا هغه ځانګړنه ده چې قرآن کریم ئې د «رحماء بینهم» په عبارت سره بیانوي.
د اسلام د دښمنانو پر وړاندې ټینګ دریځ
که د هغه د شخصیت یو اړخ مینه او مهرباني وه، نو بل اړخ ئې بېساري زړورتیا او استقامت و. کله چې د اسلام، امت او د مظلومانو د حقونو خبره کېده، هغه هېڅ ډول مصلحت یا کمزوري نه منله.
هغه تل د استکبار، ظلم او استعمار پر وړاندې روښانه او څرګند دریځ درلود. هماغه روحیه چې قرآن ئې د «اشداء علی الکفار» په عبارت سره بیانوي، د هغه په خبرو او کړنو کې په څرګند ډول موجوده وه
هغه باور درلود چې که اسلامي امت غواړي خپل عزت او خپلواکي وساتي، نو باید د باطلو قدرتونو پر وړاندې د سر د ټیټولو پر ځای د مقاومت او استقامت لاره خپله کړي
که څه هم شهید امام خامنه اي او س په ظاهري ډول زمونږ په منځ کې نشته، خو فکرونه، پیغام او جهادي ژوند ئې لا هم د راتلونکو نسلونو لپاره یو روښانه څراغ دی.
د هغه ژوند مونږ ته دا راپه یادوي چې د قرآن آیتونه یوازې د تلاوت لپاره نه دي، بلکې باید زمونږ په ژوند کې عملي شي.
بېشکه، د معظم رهبر شخصیت د «اشداء علی الکفار رحماء بینهم» یو ژوندی او روښانه تفسیر و، او د هغه پیغام لا هم د نړۍ مؤمنانو ته عزت، وحدت او استقامت ورزده کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4350476