
ایکنانیوز د ایرنا له قوله راپور راکړ، د پاکستان او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ټلیفوني اړیکه کې د سیمې وروستي بدلونونه، په ځانګړي ډول د هرمز تنګي، سمندري امنیت او د ایران د اسلامي جمهوریت او امریکا ترمنځ ډیپلوماتیک بهیر وڅېړه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند دفتر له عامه اړیکو خپور کړی، سناتور محمد اسحاق ډار پرون له خپل سعودي سیال فیصل بن فرحان آل سعود سره ټلیفوني خبرې وکړې
تر دې څو ساعته مخکې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان هم د پاکستان په منځګړیتوب د ایران او امریکا ترمنځ د روانو ډیپلوماتیکو بهیرونو په اړه ټلیفوني خبرې او مشورې کړې وې.
د راپور له مخې، اسحاق ډار او فیصل بن فرحان د سیمې د وضعیت او د ګډو دلچسپئ وړ موضوعګانو په اړه نظرونه تبادله کړل
د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د رغنده رول ستاینه وکړه او یو ځل بیا ئې د سیمې د سولې او ثبات د پیاوړتیا لپاره د پاکستان د هڅو، په ځانګړي ډول د ایران او امریکا ترمنځ د دوامداره تعامل په چوکاټ کې، ملاتړ اعلان کړ.
دوی همداراز د سمندري امنیت د ساتنې د اهمیت په اړه، په تیره بیا د هرمز تنګي په تړاو، نظرونه تبادله کړل او موافقه ئې وکړه چې د سیمهییزو او نړیوالو بدلونونو په اړه به له یو بل سره نږدې اړیکې وساتي.
https://www.irna.ir/news/86151699