IQNA

د پاکستان د دفاع وزیر وائي ؛ نتانیاهو یوه بلا او د بشریت لپاره د شرم لامل دی

12:20 - May 14, 2026
د خبر لمبر: 3492771
 ایکنا - د پاکستان د دفاع وزیر د اسراییلو د لومړي وزیر د هغې ادعا په غبرګون کې، چې ګواکې پاکستان په امریکا کې د اسراییلو ضد احساساتو په خپرولو کې رول لري، وویل:  نتانیاهو یوه بلا او د بشریت لپاره د شرم لامل دی.
د پاکستان د دفاع وزیر وائي ؛ نتانیاهو یوه بلا او د بشریت لپاره د شرم لامل دی

ایکنانیوز  دایرنا له قوله راپور راکړی،د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف» د اسراییلو د لومړي وزیر د هغو څرګندونو په غبرګون کې، چې ویئلي ئې وو د پاکستان ټولنیزې رسانۍ په امریکا کې د اسراییلو ضد احساساتو د خوریدو سبب کېږي، وویل:  وګورئ څوک خبرې کوي! هغه بلا چې د فلسطینيو  بندیانو، ښځو، سړیو او ماشومانو   پر ضد د اسراییلي  وحشي عسکرو ،بند ساتونکو او سپَیو له‌خوا تېری او ظلم هڅوي او دودوي ئې .

هغه ټینګار وکړ: «د بشریت سر له شرمه ټیټ شوی دی.

د روان کال د وري  د میاشتې په نیمائي کې، او د امریکا او ایران ترمینځ  د اسلام‌آباد له مذاکراتو مخکې، خواجه آصف په اېکس ټولنیز  چینل کې اسراییلي رژیم د بشریت لپاره د شر او لعنت سرچینه بللې وه او د لبنان د خلکو پر ضد ئې د وروستیو جنایتونو په غندلو سره وئیلي وو:د  اسلام‌آباد له  مذاکراتو سره هممهاله له ، د  اسراییلو  له‌خوا د بې‌ګناه خلکو نسل‌وژنه لا هم روانه ده.

هغه زیاته کړه: بې‌ګناه خلک د اسراییلو له‌خوا وژل کېږي؛ لومړی غزه، بیا ایران، او اوس لبنان، او دا د وینو توَیول   لا هم دوام لري.

د پاکستان د دفاع وزیر ټینګار  کړی؛زه هیله او دعا کوم چې هغو کسانو، چې د فلسطین په خاوره کې ئې دا سرطاني دانه  جوړه کړه څو د اروپائي یهودیانو له شره خلاص شي، د  دوزخ  په اور کې دې   وسوځي.

https://www.irna.ir/news/86154084

captcha