IQNA

په مصر کې د قرآن کریم د حفظ دفتر  افتتاح شو

10:39 - May 16, 2026
د خبر لمبر: 3492776
ایکنا-  د  قرآنکریم د ؛امل؛ نومې د حفظ ددفتر  مخ کتنه د مصر په سیناء مرکز  کې په حسنه ښار کې ددغه هیواد د شمالی سینا د ګورنر  په شتون سره ترسره شوه.

یکنانیوز د اخبار الیوم له قوله راپور راکړ،دغه دفتر  د  دیني پوهونې او  د انساني پراختیا د لوړتیا لپاره د مصر د حکومت د هڅو په لړ کې ،  د مصر د شمالی سینا د والی یا ګورنر  په وسیله  او د  یوشمیر ځاي مسئولانو په ګډون سره  افتتاح شو.

په دغو دستورو کې د حسنه ښار د شورا مشر مرزق رزیق سالم ،د ښار د شورا منشي ولید امین عبدالحمید سره د سینا مرکز د یوشمیر شیخانو او قبایلی مشرانو او د اړونده اجرائي چارواکو،د ګورنر ملګرتیا وکړه.

 د مخ کتنې پّ دغو دستورو کې  جنرال خالدمجاور  په مرکز کې  د  ثتب شوو زده کونکو اوماشومانو له یوې ډلې سره کتنه وکړه او  د هغوی د هڅولو لپاره ئې یوشمیر ډالۍ  او جایزې هم ورډالۍ کړې.

هغه په خپلې وینا کې  د قرآن د حفظ د مرکزونو پر اهمیّت ټینګار وکړ او وې وئيل؛  د قرآن کریم حفظ  په سینا کې د  مونږ د بچیانو  لپاره یوه مضبوطه چاوڼئ ده. دغه چاره نه یوازې په دوي کې د اسلام  همدردئ ډک ارژښتونه سسټماټيک کوي، بلکې   له افراط پالنې څخه لیرې  د هیواد په جوړولو کې   په ګډون او  له چیلنجونو سره  د مخامخیدنې لپاره  ددوي د شخصیّت جوړونې او چلند جوړونې په بڼه موندننې کې مهم رول لوبوي.

https://iqna.ir/fa/news/4352066

captcha