IQNA

 د الازهر د قرآن د اوړي د څلورم پلان جزئیات اعلان شول

14:21 - May 16, 2026
د خبر لمبر: 3492777
ایکنا- د مصر دالازهر اسلامی مرکز د وحي د کلام  د زده کړې او د قرآن کریم  دخدمت لپاره ددغه  مرکز  د اوړي د قرآنی پلان د څلورم سپَرکي د پیلیدا خبر ورکړ.

 ایکنانیوز د مصری الیوم له قوله راپور راک، دغه پلان به د جون له لومړئ د اګست تر ۳۱ نیټې پورې د شیخ الازهر  احمد الطیب په څارنې سره اجرا شي.

 د سږکال  په دغه پیکیج کې  د مختلفو عمر  لرونکو ډلو لپاره د قرآني پروګرامونو او د زده کړې  د یوشمیر پلانونه  وړاندې کیږي او دنبوی سنت ترڅنګ  په قرآن کې تأمل، له قرآن کریم سره د ځوانانو  د ارتباط او  د پیغمبر(ص) د سنت  د دودولو په موخې سره  د زده کړې اوتبلیغ یوه جامعه تجروبه ترکیب کوي.

 د قرآن  د اوړي پروژه یا پیکیج به  په دوامدار ډول دڅلورم کال لپاره اجرا شی او په تیرو کلونو کې  د زده کونکو او د هغوی د مور پلار په پراخ ګډون سره ترسره شوی دی.

 ددغه پلان  بریالی ترسره کیدا او د مصر د ښاریزو ورڅخه  پراخ هرکلي ، دا  مینځ پلوه  اسلامی ارزښتونو د سسټماټيک کولو  او د قرآڼی علومو د خپرولو لپاره  د الازهر یو ترټولو ځانګی قرآنی پلان باندې بدل کړی دی.

دغه پروګرام چې  په اونئ کې تر درو ورځو پورې ترسره کیږي،  د راتلونکي تحصیلی کال  د درسي پروګرام  په حفظ کې له محصیلیونو سره د مرستې په موخې سره ترسره کیږي.

 پر نورو پروګرامونو سربیره په دغې پروژې کې د ؛قرآن کریم پلیټ فارم ؛ هم شامل دی ، یو آنلاین پلیټ فارم چې  د الازهر  د موسیسو  دمحصلینو  او دن ورو هغو کسانو لپاره چې  په اوړي کې د قرآن کریم له حفظ سره ګروهمنن دي ، له لیرې  د قرآن کریم د حفظ خدمات وړاندې  کیږی.

 د الازهر  داوړي په پروژې کې ، له حفظ څخه د قرآن کریم د تلاؤت نړیوالې ورځې لپاره  د پروګرامونو اجرا شامله ده چې  هر کال د اګست په دیرشمه نیټه ترسره کیږی په دغو پروګرامونو کې هم  په یوه ورځ کې  د ټول قرآن کریم  تلاؤت  یا د هغو دځینو برخو   تلاؤت هم شامل دی.

په مخکیني پړاؤ کې  د مصر له داخل او له دغه هیواده له بهره  پکې څه دپاسه زرو کسانو ګډون کړی ؤ.

https://iqna.ir/fa/news/4352078

captcha