IQNA

اسلامی جهاد!

 د  صهیونیسټانو د ؛بیرغونو لاریون؛ د اسلامی امت په زړه حمله ده

14:33 - May 16, 2026
د خبر لمبر: 3492779
ایکنا- د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ ویندوي محمد الحاج موسی  په الاقصی جومات د صهیونیسټانو دتیریو او د ؛بیرغ  لاریون؛ باندې په غبرګون کې دغه اقدامت په سخته محکوم کړل.

یکنانیوز د فلسطین د اطلاع رسونې  دمرکز له قوله راپور راکړ، محمد الحاج موسی په دې باب ووئیل؛ د وحشی صهیونیسټانو  دغه تیري او وحشیتوب چې  الاقصی جومات د هغه څه له لارې چې ، د بیرغ لاریون ئې نوموي ، ټارګټ  کړی، د اسالمی امت په زړه  او دهغه د کرامت په سمبول باندې یوه حمله ده.

هغه زیاته کړې ده، د وحشی صهیونیسټي رژيم دغه اقدام،د نړئ درست ژوندي ځواکونه او ملتونه د یهودي کونې د ځانګړي پروژې په وړاندې د مقدساتو د ساتنې لپاره د دوي د تاریخي مسئولیّت وړاندې بیداروي  او ورته ټينګار کوي چې په  خودې کې دشي.

ددغه مبارز غورځنګ ویندوي ټينګار کړی، مونږ په زغرده ټينګار کوو،چې له قدس څخه دفاع  له صهیونیسټي پروژې سره د مقابلې لپاره  یو اساسی رکن او یوه ملی او شرعي جامعه دنده ده.پر دغه ښار د سلطې لپاره د نیواکګرو هڅې به د  مونږ د ملت د مقاومت او تل پاتیکیدا او کلکې دریدا په وړاندې  له ماتې سره مخ شي.

هغه زیاته کړې ده، مونږ د نیواکګرو د نیواکګرئ  له پلانونو سره د مقابلې لپاره پر خپلې ژمنتیا بیا ټينګار کوو او په پریکنده ډول اعلان کوو چې د نیواکګر رژيم ترهه ګري به د مونږ دملت د ارادې په ماتولو او یا د  قدس د واقعیّت په  تحریفولو کې  چې  دامت  پر ګردن یو لوي امانت  دی ، هیڅکله هم بریالی نشي.

https://iqna.ir/fa/news/4352252

captcha