IQNA

د ایران اهل سنت عالمان؛ د سپاه پاسداران او پوځ له سمندري ځواکونو هرډول ملاتړ ته تیار یو

14:39 - May 16, 2026
د خبر لمبر: 3492780
ایکنا-  د ایران په جنوب ختیځ کښې د سیستان او بلوچستان اهل سنت علماو وویل چې د مکران په سواحلو کښې د اهل سنت قبیلو ترڅنګ د ایران د اسلامي جمهوریت د سپاه پاسدران او پوځ له سمندري ځواکونو هرډول ملاتړ ته تیار دي.
د ایران اهل سنت عالمان؛ د سپاه پاسداران او پوځ له سمندري ځواکونو هرډول ملاتړ ته تیار یو

یکنانیوز  د پارس ټوډی له قوله راپور راکړ، د ایران په جنوب ختیځ کې د سیستان او بلوچستان سني عالمانو د جمعې په ورځ د هرمز تنګي د دوامداره سمارټ مدیریت او کنټرول په ملاتړ کې یوه اعلامیه خپره کړه او د دښمن لپاره یې د تنګي تړل یوه وارمخکښې دفاع او د ملي امنیت د زیاتوالي یو عامل وباله.

د سیستان او بلوچستان د سني عالمانو په خبرپاڼه کې ویل شوي دي: د هرمز تنګی یوه نړیواله اوبلاره نه ده چې هر یرغلګر هیواد یې پرته له کوم شرط څخه د کارولو حق لري بلکې دا تنګی د ایران په سمندري حدودو او د دې هیواد د دریو ټاپوګانو بوموسي، لوی تنب او کوچني تنب دننه موقعیت لري او دود او قانون مونږ ته وایي: د کور مالک دکیلي خاوند وي.

اعلامیه زیاتوي: د سني عالمانو د مذهبي او دودیزو نظرونو له مخې، په داسې حالت کې چې دښمن د خپلو ګاونډیانو له سمندر، ځمکې او اسمان څخه پر ایران برید کوي، د "مشروع او روا دفاع" د اصل پر بنسټ، دا د ایران د اسلامي جمهوریت بې له شکه او جوت حق دی چې په هرمز تنګي کې ترافیک اداره کړي ترڅو خپل امنیت زیات کړي او د فارس خلیج ته د یرغلګرو هیوادونو پورې اړوند د هر ډول جنګي بیړۍ یا سوداګریزې کښتۍ د ننوتلو مخه ونیسي.

د سیستان او بلوچستان سني عالمانو همداشان له فارس خلیج سره د پوله لرونکو ځینو هیوادونو واکمنان د سیمې د ګډ امنیت لپاره غداران وګڼل او اعلان یې وکړ: دا واکمنان د کلونو لپاره د ایران د امنیت د دستخوان میلمانه وو خو دوی خپلې ځمکې او تاسیسات د امریکې او صهیونیسټ رژیم په اختیار کې پریښودل ترڅو د ایران په خاوره برید وکړي، چې له "ښه ګاونډیتوبه سرغړونې" او د سیمې له ګډ امنیت سره د خیانت یوه څرګنده بیلګه ده.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i172968

captcha