
ایکنا نیوز راپور راکړ، د بحرین د جعفري اوقافو یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې د اوقافو وزارت د محرم د عزادارۍ، په ځانګړې توګه د ۲۰۲۶ کال د عاشورا مراسمو لپاره سخت محدودونکي پیغامونه استولي دي. نیوکه کونکي وایي چې دغه شرایط د مذهبي آزادۍ پر وړاندې د دباؤ د زیاتوالي څرګندونه کوي.
د بحرین د کورنیو چارو وزیر، راشد بن عبدالله آل خلیفه، د عزادارۍ د دستو حرکت او دستورو اجازت په دې شرط سره دی چې مراسم «سیاسي نه وي». کرکتونکي دا هڅه د دې لپاره بولي چې مذهبي آیینونه له ټولنیزو او سیاسي موضوعګانو او د خلکو له غوښتنو جلا کړي.
د لارښوونو له مخې، امنیتي ارګانونه ټینګار کوي چې د هر ډول سرغړونې په وړاندې به پریکنده چلند وشي. د خطیبانو، د امامباړو مسؤلینو او د مراسمو جوړونکو لپاره پراخ محدودیتونه وضع شوي دي. په دغو محدودیتونو کې د سیاسي او حقوقي موضوعاتو په مطرح کولو بندیز او د وینا مینځپانګې د حکومت ټاکل شوي چوکاټ ته محدودول پکې شامل دي.
همدارنګه، بحریني چارواکو د شعارونو او پلې کارډونو کارول چې «غیرمعمولي» ګڼل کیږي، ممنوع اعلان کړي؛ نیوکه کونکي وایي دا اصطلاح د حکومت له نظره د هر ډول همغږئ یا انتقاد د داخلي سیاستونو او سیمهییزو مسایلو په وړاندې د مخنیوي لپاره کارول کیدای شي.
په همدې لړ کې، د جعفري اوقافو ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي چې غواړي د عاشورا مراسمو لپاره «لارښود کتابچه» یا بروشر خپور کړي چې د تطبیقي معیارونو او شرایطو وضاحت به پکې وي. ځینې ناظرین دا د هیئتونو او امامباړو لپاره د نوي امنیتي لارښوونو په څېر ګڼي.
دا بدلونونه په داسې مهال کېږي چې د یوې بلې کړنلارې له مخې باید مذهبي مراسم په امامباړو کې ددنه او د عزادارئ دستورو کې ترسره شي. بحریني چارواکي دا پرېکړه د «سیمهییزو شرایطو» او د «ملي دفاع شورا» مصوبو ته د مناسبت له مخې توجیه کوي، چې د ټولنیزو غونډو منع کول پکې شامل دي.
نیوکه کونکی په دې اند دي چې دا اقدامات، چې د «امنیت او عامې روغتیا ساتنې» په نوم توجیه کېږي، په عمل کې د شیعیانو پر وړاندې د دباؤ دوام او د مذهبي شعایرو محدودول دي. دوی وائي، د حکومت هڅه چې د حسینی منبر د سیاسي او ټولنیزو مسایلو څخه جلا کړي، هدف ئې د عاشورا پیغام د عدالت او مبارزې له مفاهیمو خالي کول دي.
https://iqna.ir/fa/news/4352492