IQNA

په بلغاریا کې د قرآني او اسلامي زده کړو پراختیا

6:29 - May 18, 2026
د خبر لمبر: 3492787
ایکنا – بلغاریا هیواد  د اسلامي او قرآني زده کړو د یوې پایدارې لارې شاهد دی، چې موخه ئې د دغه هېواد د مسلمانې ټولنې د راتلونکو نسلونو روزنه ده.

د ایکنا د راپور له مخې، په بلغاریا کې په دې نوښت سره د اسلامي زده کړو پراختیا څرګنده شوې، چې له موسمي فعالیتونو یا محدودو مطالعاتي کړیَو ورآخوا دوامداره زده کړې وړاندې کوي. دا پروګرامونه د دې هېواد مسلمانې ټولنې ته ډول ډ،ل فرصتونه برابروي.

دغه لار یو  جامع لید وړاندې کوي چې د راتلونکو نسلونو د روزنې لپاره ده، چې له قرآني ښوونځیو او په جوماتونو کې د مطالعې  کړَیو  څخه پیل کیږي او بیا هغو اسلامي ښوونځیو ته غځیږي چې دیني او عصري زده کړې سره یو ځای کوي. دا کار ډاډ ورکوي چې نسلونه به هم د دیني هویت او هم د پوهنتون زده کړو سره روزل کیږي.

د ولیکو تارنوو سیمه د دغو لارو د عملي پلي کولو یوه روښانه بېلګه ده، چیرې چې ماشومان چې په کلني قرآني دوره کې ګډون کوي، د اسلامي ښوونځیو د زده کړو فرصتونو سره آشنا کیږي. دا څرګندوي چې د جوماتونو پر بنسټ لومړنيو زده کړو څخه د منظمې او نهادي زده کړې لوري ته یو جوړښتمن انتقال ترسره کیږي.

دغه پروګرام یوازې د قرآن تلاوت او حفظ زده کړې پورې محدود نه دی، بلکې یوه اوږدمهاله علمي لاره ده چې د راتلونکي  وخت د منظمې مطالعې او پراختیا دروازې پرانیزي.

د جوماتونو او اسلامي ښوونځیو ترمینځ اړیکه دغه نوښت ته ځانګړی ارزښت ورکوي او د دې څرګندونه کوي چې د راتلونکي نسل د مسوولینو روزنه، چې په راتلونکي کې د ټولنې خدمت ته چمتو وي، څومره مهمه ده.

دغه ډول تجربه د جوماتونو او اسلامي تعلیمي مؤسسو ترمینځ د همکارۍ اهمیت څرګندوي او ښئي چې د دواړو هڅې د اسلامي زده کړو د پراختیا او د راتلونکي نسل  د روزنې لپاره څومره حیاتي دي. د قرآن د مطالعاتې حلقو څخه رسمي ښوونځیو ته په دې نرم او مرحله ییز انتقال کې همکاري څرګنده ده، چې د کورنیو باور پیاوړی کوي او ماشومانو ته له لومړنیو کلونو څخه روښانه او منظمه لار برابروي.  

https://iqna.ir/fa/news/4352519

captcha