
ایکنانیوز د The Global Quran په حواله راپور راکړی، اوکراین د ختیځې اروپا له هیوادونو دی چې اسلام له مسیحیت وروسته پکې ډیر پیروکاران لري. اوکراین ته د اسلام رسیدا د ۱۰ پېړۍ له لومړئ نیمائي سره اړه لري، کله چې مسلمان سوداګر دغه هیواد ته تلل. اسلام د جنوب (عربي او ترکی هیوادونه) او د ختیځ (قفقاز) له لارې اوکراین ته رسیدلی دی.
مسلمانان د دغه هیواد په کریمه ټاپو کې د اکثریت په توګه ژوند کوي. د پیو د څېړنیز مرکز له مخې، د اوکراین د مسلمانانو شمېر ۳۹۳ زره ښودل شوی، خو د اوکراین د مسلمانانو ادارې مرکز ئې کابو ۲ میلیونه اټکل کړی دی.
د دې لوړ اټکل له مخې، شاوخوا ۱۰۰ زره مسلمانان په اوکراین کې شیعه دي. د دغه هیواد شیعه مسلمانان زیاتره د آذربایجان، ایران، قزاقستان او ازبکستان مهاجر دي.
د شیعه ټولنې د ودې له امله، د اسلامي او شیعیت متنونو په اوکرایني ژباړې اړتیا زیاته شوې، چې قرآن کریم د دې متنونو سر کې دی او څو ځله ئې په اوکرایني ژبې ژباړه شوې ده.
د اوکرایني ژباړو تاریخچه:
لومړنۍ ژباړه په ۱۹۱۳ کې د لویو د اوسیدونکي اولیګذنډر لیسینسکي لخوا ترسره شوه.
په ۱۹۲۰ لسیزې کې، مشهور اوکرایني ختیځ پوه، آگاتانگل کریمسکي، د قرآن ځینې برخې په اوکرایني ژبې وژباړلې.
د ۱۹۹۰ لسیزې په پیل کې، یارما پولوتنیوک د قرآن کریم لومړنۍ مکي سورو منظومه ژباړلې او د «وسسویت» مجلې کې خپره شوه.
یو بل مشهور ختیځ پيژاند او کارپوه والري ریبالکین، د قرآن د ژباړې لپاره مهمه ونډه لرله او د قرآن ځینې برخې ئې ژباړلي دي.
په ۲۰۱۰ کې، په اوکرایني ژبې د قرآن کریم لومړنۍ بشپړه ژباړه خپره شوه، چې ژباړن ئې والري بصیروف و.
په ۲۰۱۳ کې، دویمه بشپړه ژباړه هم خپره شوه.
د اهل تشیّع بشپړه ژباړه:
په ۲۰۲۱ کې، د شیعه مکتب په اساس د قرآن کریم لومړنۍ بشپړه ژباړه په کیف او خارکوف کې خپره شوه، چې په اوکرایني ژبه څلورمه بشپړه ژباړه وه.
دا ژباړه د روسي ژبې له ژباړې څخه په الهام اخستو سره په اوکرایني ژبې بیا ژباړل شوې، د ماګومد-نوري عثمانوف له ژباړې.
د نامیک باباخانوف ژباړه د د شیعه مکتب له هغو درو ژباړو څخه ده چې په وروستیو کلونو کې په سلاوئي ژبې خپره شوې.
https://iqna.ir/fa/news/4352828