
ایکنانیوز د صفا خبري آژانس له قوله راپور راکړی، د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د فرانسې، هسپانیا او پولنډ په ګډون د اروپائي هېوادونو له خوا د بنګوېر (د صهیونیسټي رژیم د کورني امنیت وزیر) خپلې خاورې ته پر واریدیدا بندیز، وروسته له دې ترسره شوی چې نوموړي په مستقیم ډول د «صمود» سمندري کاروان د فعالانو د شکنجې او سپکاوي څارنه کړې وه.
حماس غورځڼګ په اعلامیې کې دغه اقدام په سمه لار کې یو ګام بللی او و یلي ئې دي چې دا د صهیونیسټي کابینې د نړیوالې انزوا د زیاتېدو نښه ده.
دغه غورځنګ له اروپائي اتحادئې او د نړۍ له ټولو هېوادونو وغوښتل چې د صهیونیسټي رژیم د کابینې پر ټولو غړو لا ډېر مخنیوي کوونکي بندیزونه ولګوي.
https://iqna.ir/fa/news/4353912