
ایکنا د فلسطیني خبري چینل «شفا» له قوله راپور راکړی، د نیواکي قدس د اسلامي اوقافو ادارې د چهارشنبې په سهار اعلان وکړ: سره له دې چې نیواکګرو صهیونییسټي عسکرو ګڼ محدودیتونه او ستونزې رامنځته کړې وې، کابو یولک څلویښت زره لمونځکوونکو د قربانۍ اختر لمونځ د مسجدالاقصی په انګڼونو کې په معنوي او ایماني فضا کې ادا کړ.
د مسجدالاقصی انګڼونه او د لمانځه ځایونه پرون سهار وختی له لومړیو ساعتونو راهیسې د زرګونو لمونځکوونکو شاهدان وو، چې د نیواکي قدس ښار، لوېدیځې غاړې او د ۱۹۴۸ نیواکي سیمو څخه د قربانۍ اختر د لمانځه د ادا کولو لپاره دغه سپېڅلي ځای ته ورغلي وو.
له اردن څخه د مسجدالاقصی د سرپرستۍ د اخیستو هڅې
دا په داسې حال کې دي چې د یوه راپور او ګڼو سرچینو له مخې، امریکا او اسرائیل په فعاله توګه هڅه کوي چې د مسجدالاقصی د تاریخي سرپرستۍ واک له اردن څخه واخلي.
امریکائي، اردني او فلسطینيو چارواکو، همدارنګه لوېدیځي او عربي خلیجي سرچینو «مېدل ایست آی» ته ویلي دي چې د دغه پلان له مخې، چې د ډونالډ ټرمپ د زوم جرارد کوشنر او په اسرائیلو کې د امریکا د سفیر مایک هاکبي له خوا ملاتړ کېږي، د دې سپېڅلي ځای په اړه به د اردن واک پای ته ورسېږي او یوه نوې اداره چې د اسرائیلو حکومت به ئې جوړوي، مسجدالاقصی به د «څو دینی مرکز» په توګه اعلان کړي.
اسرائیل به همدارنګه د جومات د امامانو، واعظانو او لوړپوړو چارواکو په ټاکنې او د جمعې د خطبو د محتوا په تائید کې رول ولري.
د راپور له مخې، بحرین، مصر، مراکش او متحده عربي امارات د امریکا د دې وړاندیز په اړه خبر کړل شوي، خو سعودي عربستان ورسره مخالفت کړی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4354691