
یکنانیوز د ایرنا له قوله راپور راکړی، د ایرلینډ د فټ پال ملی لوبډلې کوچ یا روزونکي هیمپرهلګریمسن د اروپائي ملتونو د فټ بال په لیګ کې د اسرائيلي رژيم له فټ بال ټیم سره د سیالۍ په درشل کې ، له خپلو لوبغاړو غوښتي سیاسی جنجالونو ته د فټبال د لوبو په ګراؤنډ کې په بریالیتوب سره ترټولو ښه ځواب ورکړئ.
د ایرلینډ د فټبال فیډریشن تیر کال یو پلان تصویب ک ړی چې په هغه کې د اروپا د فټبال ټولنې څخه غوښتل شوي وو چې اسرائيلي رژيم دې سملاسی له نړیوالو سیالیو محرومه کړي، خو دغه غوښته د اروپائي فټبال باندې د حاکم اورګان له خوا له ملاتړه برخمنه نه شوه . هیمییر هلګریمسن د تیر کال په اکتوبر کې یو هغه کس ؤ چې د فټبال له نړیوالو سیالیو ئې د اسرائيلی رژيم د محرومولو غوښته کړې وه .
له دې مخکې ترکیې او اسپانیا هم په ټولو سپورټي سیالیو کې د اسرائيلي رژيم د ګډون د مخنیوی غوښته کړې وه، همداراز په لسګونو لوبغاړي د بشری حقوقو له ډلو سره یو ځاي شوي او د اروپا د فټبال ټولنې (یوفا)څخه ئې غوښتي د فلسطینیانو د حقوقو د خلاف ورزئ په دلیل دې په دغې اتحادئې کې د اسرائيلي رژيم غړیتوب وځنډوي.
په دغو لوبغاړو کې د حکیم زیاش، پائول پوګیا او آدما ترائوره نومونه په اوڅاره توګه لیدل کیږي.
https://www.irna.ir/news/86166827