
ایکنانیوز د ایرنا له قوله رآپور راکړی، صهیونیستي ورځپاڼې «معاریو» لیکلي چې د صهیونیستي رژیم لومړی وزیر «بنیامین نتانیاهو» د نیواکي فلسطین د شمالي سیمې د له لاسه ورکولو په حال کې دی.
ورځپاڼې زیاته کړې: «نتانیاهو د یوې ګوډې مرغۍ په څېر کمزوری او ستړی ښکاري»، او هغه خپسکه چې له لبنان څخه پیل شوی، ورځ تر بلې پراخېږي، او ښايي بېپېلوټه الوتکې په لوېدیځه غاړه، غزه او نورو هر ځای کې هم راڅرګندې شي.
دغې صهیونیستي رسنۍ همدارنګه لیکلي چې د اسرائیلو پوځ په ویره کې سلګونه زره میتره جالونه غوړولي او عسکر یې په لبنان کې هڅه کوي چې د بېپېلوټه الوتکو له بریدونو ځانونه وژغوري.
په همدې تړاو، د صهیونیستي رژیم رسنیو خبر ورکړی چې د نیواکي فلسطین په شمال کې د حزبالله د ځانګ مرګي بېپېلوټه الوتکې د چاودنې له امله د اسرائیلو د پوځ یوه عسکره وژل شوې او دوه نور پوځیان ټپیان شوي دي.

له بلې خوا، صهیونیستي رسنۍ د حزبالله د عملیاتو په بڼه کې د محسوس بدلون خبر ورکوي؛ داسې بدلون چې د دوي په وینا، له تیت پرکو بریدونو اوښتی او اوس په یوه منظم او هدفمند عملیاتي طرز بدل شوی دی. دا هغه مسئله ده چې د صهیونیستي کړیو په اعتراف، د لبنان په جبهې کې ئې د جګړې انډول بدل کړې دي.
لبناني شنونکي «منیر شحاده» تر دې وړاندې د حزبالله د بېپېلوټه عملیاتو او جګړهییزو تکتیکونو د پېچلتیا او بېلابېلو اړخونو د ارزونې پر مهال ټینګار کړی و: مقاومت د دغو جګړو له لارې غواړي دا معادله رامنځته کړي چې د لبنان جنوب یوازې دفاعي جبهه نه ده، بلکې د ستړې کوونکې جګړې ډګر دی؛ داسې ډګر چې د اسرائیلو هر ډول پرمختګ به ورته درنه بیه ولري.
https://www.irna.ir/news/86166777