
د ایکنا د راپور له مخې چې د «الوئام» خبري سرچینې څخه یې نقل کړی راغلی دی ؛ د سعودي د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزارت د هغو حاجیانو ترمنځ د دغو قرآنونو وېش پیل کړی چې د هوايي، ځمکنیو او سمندري بندرونو له لارې له سعودي عربستانه وځي. همدارنګه دا قرآنونه هغو کارکوونکو ته هم ورکول کېږي چې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د حج د مراسمو په بریالۍ ترسره کېدو کې ئې ونډه اخیستې ده.
په دغې شاهي ډالۍ کې د قرآن کریم یو میلیون او نهه لکه نسخې شاملې دي چې د مدینې منورې د ملک فهد د قرآن کریم د چاپ کمپلیکس لخوا چاپ شوې دي. دغه مرکز همدارنګه د قرآن کریم دقیقې ژباړې په ۸۰ نړیوالو ژبو برابرې کړې دي، څو د خداي د کور د مېلمنو لپاره د قرآن کریم د آیتونو پوهه په بېلابېلو ژبو اسانه کړي.
د سعودي عربستان د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزیر، عبداللطیف بن عبدالعزیز آل شیخ، په دې اړه وویل:
«دغه ډالۍ د قرآن کریم په اړه د سعودي عربستان د پاچاهۍ د لوړې پاملرنې او د مسلمانانو لپاره د الهي کلام د ګټې اخیستنې د هڅو څرګندونه کوي.»
هغه زیاته کړه:«وزارت خپل ټول بشري، اداري او لوجسټیکي امکانات د دې لپاره ځانګړي کړي چې د حاجیانو د وتلو په وخت په بندرونو او کاري ځایونو کې د وېش بهیر په منظم او اغېزشیندونکي ډول ترسره شي.»
آل شیخ د ملک فهد د قرآن کریم د چاپ ټولګې مهم رول ته هم اشاره وکړه او وې ویل چې دغه ټولګه د قرآن کریم او د هغه د علومو د خدمت او د الهي وحی د کلام د خپرولو په برخې کې خپل رسالت د لوړ کیفیت له معیارونو سره سم پرمخ وړي.
د قرآن کریم وېش یو کلنی نوښت او د سعودي عربستان د حج د پروګرامونو برخه ده چې د دغه هېواد د اسلامي چارو وزارت لخوا د حاجیانو د معنوي تجربې د بډاینې او په ټولې نړۍ کې د مسلمانانو ترمنځ د قرآن کریم د خپرولو او دودولو د هڅو د پیاوړتیا لپاره عملي کېږي.
https://iqna.ir/fa/news/4355027