IQNA

په مسجدالحرام کې د «حرمین» قرآني اپلېکېشن پیلیدا

6:47 - June 02, 2026
د خبر لمبر: 3492858
ایکنا- د مسجدالحرام او مسجدالنبي(ص) د دیني چارو ادارې د «حرمین» په نوم د قرآن کریم د تلاوت د مجازي زده‌کړې اپلېکېشن  په آنلاین  بڼه  د صحیح قرائت د زده‌کړې لپاره پیل کړی دی.

د ایکنا د راپور له مخې، چې د «شاهد الآن» له ویبپاڼې  ئې راخستی  راغلي دي، دا اپلېکېشن د یوه هراړخیز ډیجیټلي سیستم له لارې په وړیا توګه د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو کاروونکو ته مستقیماً له مسجدالحرام څخه خدمات وړاندې کوي.

د مسجدالحرام او مسجدالنبي(ص) د دیني چارو ادارې ویلي چې د قرآن کریم د تلاوت دغه برېښنائي پروګرام به د قرآن د زده‌کړې د پراختیا او ټولو خلکو ته د هغو د اسانه کولو په برخې کې مهم رول ولوبوي.

دغه اپلېکېشن د نارینه او ښځینه قرآني ښوونکو له یوې ډلې او د نوې ډیجیټلي ټیکنالوژۍ په کارولو سره کاروونکو ته دا زمینه برابروي چې په تعلیمي غونډو کې نوم‌لیکنه وکړي او له ښوونکو سره په مستقیم ډول له لیرې  څخه اړیکه ونیسي.

د دیني چارو ادارې څرګنده کړې چې دا اپلېکېشن د بېلابېلو عمرونو او تعلیمي کچو زده‌کوونکو لپاره مناسب قرآني زده‌کړیز پروګرامونه برابروي، د قرائت د اصلاح او د تجوید د قواعدو د زده‌کړې اسانتیا هم لري، او د حرمینو شریفینو د نړیوال رسالت په چوکاټ کې د قرآن کریم د تعلیم او د اعتدال پر بنسټ د قرآني لارښوونو د خپرولو لپاره رامنځته شوی دی.

یادې ادارې ټینګار کړی چې د «حرمین» اپلېکېشن د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د زائرینو او قرآن زده‌کوونکو د خدمت لپاره جوړ شوی او مینه‌والو ته دا امکان ورکوي چې د برېښنايي پلیټ فورمونو او سمارټ  اپلېکېشنونو له لارې په اسانه او مناسب ډول له قرآني زده‌کړیزو پروګرامونو څخه ګټه واخلي.

د مسجدالحرام او مسجدالنبي(ص) د دیني چارو ادارې د اعلان له مخې، د قرآن کریم د تلاوت د زده‌کړې په دې اپلېکېشن کې نوم‌لیکنه او له خدماتو څخه ګټه اخیستل د اپل سټور، ګوګل پلې او د قرآن د رسمي وېبپاڼې له لارې امکان لري.

https://iqna.ir/fa/news/4355320

captcha