IQNA

د ایران خارجه وزیر د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره سلا مشورې وکړې

6:58 - June 02, 2026
د خبر لمبر: 3492860
ایکنا- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر  سید عباس عراقچي،  ، په جلا جلا ټیلیفوني  خبرو کې د پاکستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر محمد اسحاق ډار او همدارنګه د پاکستان د پوځ  دټولو قواؤ له ستر قوماندان  فیلډ مارشال عاصم منیر سره د سیمې د بدلونونو  او د اوربند اړوندو بهیرونو په اړه خبرې او سلا مشورې وکړې.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی،د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره د سیمې د وروستیو بدلونونو  په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې.

په راپور کې راغلي دي، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر  سید عباس عراقچي،  ، په جلا جلا ټیلیفوني  خبرو کې د پاکستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر محمد اسحاق ډار او همدارنګه د پاکستان د پوځ  دټولو قواؤ له ستر قوماندان  فیلډ مارشال عاصم منیر سره د سیمې د بدلونونو  او د اوربند اړوندو بهیرونو په اړه خبرې او سلا مشورې وکړې.

 داپه داسې حال کې دي چې  د لبنان  دبیروت په شاوخوا  د اسرائیلو  دپوځ یرغلونه او دغه راز د امریکائي چارواکو ورته د شنو اشارو ښودل داسې پيښې دي چې د ایران او امریکا ترمینځ ئې د  خبرواترو پر بهیر  جدی اغیزې شیندلي دي او د ایران اړونده  چارواکو په دې اړه جدی او  سخت خبرداري ورکړي دي.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i173666

captcha