IQNA

 د مصر له دیني او تاریخي آثارو څخه د بهرنیو مبلغانو لیدنه

6:35 - June 03, 2026
د خبر لمبر: 3492861
ایکنا - د الازهر نړیوالې اکاډمۍ د «اوسمهاله مبلغ د چمتو کولو» په روزنیز کورس کې د ګډون کوونکو بهرنیو امامانو او مبلغانو لپاره د مصر د «فسطاط» سیمې د اسلامي او مسیحي تاریخي آثارو د میداني لیدنې پروګرام ترسره کړ.

د ایکنا د راپور له مخې، چې د «صدی البلد» له قوله ئې خپورکړی راغلي دي، الازهر نړیوالې اکاډمۍ د «اوسمهاله مبلغ د چمتو کولو» په دوه میاشتني کورس کې د ګډون کوونکو بهرنیو امامانو او مبلغانو لپاره د فسطاط سیمې د یو شمېر اسلامي او مسیحي تاریخي ودانیو د لیدنې پروګرام جوړ کړی و.

په دې کورس کې له الجزایر، نایجیریا، هند، غنا، توګو، بنګله‌دېش او ماداګاسکر څخه روزنیز ګډونوال برخه لري.

د الازهر نړیوالې اکاډمۍ مشر حسن الصغیر وویل؛ دا لیدنیز سفر د هغه پراخ پروګرام یوه برخه ده چې اکاډمۍ یې د مصر د دیني او فرهنګي ځایونو د پېژندنې لپاره پلي کوي.»

هغه زیاته کړه چې تېره اوونۍ هم اکاډمۍ د ګډونوالو لپاره د الازهر جامع جومات د لیدنې پروګرام درلود، چې په ترڅ کې یې ګډونوال د دغه جومات له بډایه تاریخه، بېلابېلو صحنونو او د اسلامي علومو، عربي ژبې، اعتدال او منځلاریتوب د خپرولو په برخه کې د هغه له رول سره بلد شول.

الصغیر څرګنده کړه چې د دغو لیدنو تنوع د الازهر هغه تګلاره څرګندوي چې غواړي داسې مبلغین وروزي چې د دیني او فرهنګي پوهې خاوندان وي. نوموړي زیاته کړه چې دا لیدنې د مصر د بډایه فرهنګي، تاریخي او بشري میراث د پېژندنې سبب کېږي او د ګډونوالو وړتیا پیاوړې کوي، څو د الازهر د رسالت دقیق انځور نړۍ ته ورسوي.

په دې پروګرام کې د فسطاط سیمې د څو مهمو تاریخي او دیني آثارو لیدنه شامله وه. د الازهر د عربي ژبې پوهنځي د اسلامي تمدن د څانګې استاد محمد الجزیري ګډونوالو ته د سیمې د تاریخ او فرهنګي ارزښت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

هغه د عمرو بن العاص جامع جومات تاریخي ارزښت او د بېلابېلو تاریخي دورو په اوږدو کې د فکري او تبلیغي خوځښتونو په برخه کې د هغه پر مهم رول ټینګار وکړ.

په دې سفر کې د څو مهمو مسیحي تاریخي ودانیو لیدنه هم شامله وه، چې د «المعلقه» کلیسا او د «ابي سرجه» کلیسا یې له مهمو بېلګو څخه دي. ګډونوال د دغو ځایونو له تاریخي ارزښت او ځانګړتیاوو سره هم آشنا شول.

بهرنیو مبلغانو همدارنګه د بابلیون کلا څخه لیدنه وکړه، چې د مصر له لرغونو او مهمو تاریخي کلاوو څخه شمېرل کېږي او د روم له دورې څخه تر اسلامي فتحې پورې د مصر د تاریخ یوه روښانه انځور وړاندې کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4355536

captcha