
پارس ټوډې د تسنیم خبري آژانس له قوله راپور ورکړی، د دغه روغتون نوي ودانۍ پرون د ایران د روغتیا، درملنې او طبي زده کړو د وزیر ظفرقندي په شتون کې پرانیستل شوه.
د سرطان یا کیسنر دغه مرکز د بېلابېلو ناروغیو د مخنیوي، تشخیص او درملنې د علمي قطب په توګه جوړ شوی او د ۶۰ زره مربع میترو په مساحت او په ۱۸ پوړونو کې جوړ شوی دی. د جوړولو لګښت ئې کابو ۱۲ زره میلیارډ تومان اټکل شوی دی.
د ایران د سرطان انسټیټیوټ د لوېدیځې آسیا تر ټولو لوي درملیز روغتون بلل کېږي. د دغه روغتیائي مرکز د تجهیزولو لګښت ۴۶۰۰ میلیارډ تومان دی او ۳۷ تخصصي څانګې، ۱۱ د انځور یا ایکسرو اخیستنې او راډیوتراپي وسایل او ۹۶ د کیموتراپي تختونه لري.
د ایران د روغتیا وزیر د دغه ملي پروژې د پرانیستې پر مهال وویل؛د دغه مرکز پرانیستل په وروستیو کلونو کې د هېواد د روغتیائي سکتور له مهمو اقداماتو څخه دي او دا څرګندوي چې له سختو شرایطو سره سره روغتیائي خدمتونه دوام لري او د درملنې د بنسټیزو اسانتیاوو د پراختیا لپاره ملي هوډ موجود دی.
ظفرقندي زیاته کړه مهمه خبره دا ده چې دا پروژه د جنګ په اوج کې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي او دا یو روښانه پیغام لري چې ؛ د هېواد روغتیايي ټولنه د خلکو ترڅنګ ولاړه ده.

https://iqna.ir/fa/news/4355713