IQNA

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د ایران له خارجه وزیر سره کتنه وکړه

16:34 - June 07, 2026
د خبر لمبر: 3492876
ایکنا - د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي چې د ایران او د امریکا ترمینځ د خبرواترو د مینځګړیتوب د بهیر د دوام لپاره تهران ته راغلی دی نن غرمه د ایران د باندنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره کتنه او خبرې وکړې.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن په تهران کښې د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر محسن نقوي سره کتنه وکړه او د ترټولو مهمو دوه اړخیزه موضوع ګانو او د ایران او د امریکا ترمینځ د خبرو اترو په لاره کښې د نویو ډيپلوماټیکو نوښتونو په اړه یې مشوره وکړه.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي چې د ایران او د امریکا ترمینځ د خبرواترو د مینځګړیتوب د بهیر د دوام لپاره تهران ته راغلی دی نن غرمه د ایران د باندنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره کتنه او خبرې وکړې.

په دغه کتنه کښې دواړو لورو د امریکا او د ایران تریمنځ د خبرو اترو په لاره کښې د نویو ډيپلوماټیکو نوښتونو او د سیمې د بدلونونو په اړه غور وکړ.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي بیګا تهران ته رسیدلی او د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني په هوايي ډګر کښې د هغه هرکلی وکړ.

محسن نقوي په تیرو اونیو کښې څو ځله تهران ته راغلی و.

راپورونه وايي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د پاکستان د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر او د لومړي وزیر شهباز شریف لخوا د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود سید مجتبی خامنه اي لپاره یو  پیغام راوړی دی..

وروستی خبر دا چې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف پیغام اوس د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود سید مجتبی  خامنه اي ته  رسول شوی دی.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i173898

captcha